کور پاڼه / روغتیا / ګرځنده ټېلفون د خوب په مهال سر ته مه ږدئ
slip

ګرځنده ټېلفون د خوب په مهال سر ته مه ږدئ

په ډنمارک کې د ښوونځي پنځه نجونې وايي: موږ چې کله د خوب پرمهال خپل تیلفون د کټ سر ته کیږدو په سبا ورځ بیا خپل حواس نه شو کنترولې.

دوی وپتیله چې دا ستونزه په عملي توګه وازمويي؛ د دوی ښوونځي د دې تجربې لپاره اړین توکي نه درلودل، دوی هڅه وکړه چې په ډیرو لومړنیو وسایلو دا تجربه په خپل کور کې ترسره کړي.

دې شاګردانو شپږ لوښي،چې تخمونه یې په کې اچولي وو، په داسې خونه کې کېښودل چې دروازې او کړکۍ یې ټینګې شوې وې او شپږ نور لوښي، چې تخمونه په کې وو داسې خونه کې کېښودل، چې هلته تیلفون و، دانترنت راوټر و، د دولسو ورځو په تیریدو شاګردانو ته جوته شوه چې د دوی تجربه په زړه پورې ده.

کومه خونه کې، چې انترنټ او تیلفون وو هلته تخمونه مړه شوي وو، هیڅ راشنه شوي نه وو، او هغه بله خونه کې تخمونه راشنه شوي وو.

یاده تجربه که څه هم ډېره ساده ده، خو په خپل ښوونځي کې یې دامتیاز درجه تر لاسه کړه او پایلې یې له ګواښه ډکې هغه وبلل شوې . دیاد ښوونځي دکیماء استاد کیم هورسیوډ وايي : زموږ دشاګردانو تجربې په کارولیسنکا انسټیټوټ کې د اعصاب دمتخصصینو پاملرنه ور اړولې ده.

دوی غواړي چې دا تجربه په اکاډیمیک چاپیریال کې بیا ترسره کړي او کېدای شي دا ځل دوی له ځینو حیواناتو هم کار واخلي.

د یادونې ده، دټیلفون ډیر کارول خوب له ستونزو سره مخ کوي، په ۲۰۱۰ز کې دستانفورډ پوهنتون یوه څېړنه کړې وه څیړنې ویلي وو،چې له ګرځنده ټیلفون سره نږدې ویده کیدل دخوب لړۍ ټکنۍ کوي او لامل هغه شنه رڼا ده،چې له ټیلفون څخه راوځي او دا رڼا بیا هغه دمیلاټونین په نوم ماده له ستونزې سره مخ کوي دا ماده له خوب سره ټینګ تړاو لري.

دا هم وګورئ

copy

د معدې د درد اسانه مخنیوی

د معدې درد د بدن په نورو غړو کې هم درد رامنځته کولای شي. ډېری …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com