کور پاڼه / لیکنې / د اړمنو کورنیو سره بې ساري مرستې
DSC

د اړمنو کورنیو سره بې ساري مرستې

 د پلازمینې ختیځ کې پروت سمسور لغمان، هغه ولایت چې ډېر کله به د خېریه موسسو او ان مرکزي دولت  له پامه غورځېدلی ؤ، دا هغه ولایت ؤ چې د نورو برخو ترڅنګ به يې د طبيعي پېښو زیانمنو، اړمنو، یتیمو، بې وزلو او دغه ولایت ته له کډوالۍ څخه د راستنو شویو کورنیو سره چندان پر وخت مرستې نه کېدې او که  به کېدلې هم نو په نشت به حساب وې. وروستیو دوه کلونو کې د دغه ولایت بخت د ښې ادارې له کبله رابېدار شوی دی، هغه خېریه  او بشري مرستې چې یوازې دا دوه کاله د دغه و لایت  په مرکز او ولسوالیو کې د طبيعي پېښو  او جګړې له امله د زیانمنو شویو، بې ځایه شویو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو  او له کډوالۍ څخه راستنو شویو کورنیو سره شوي، د لغمان په تاریخ کې بېساري او  د تېر سره د نه برابروالي وړ دي.

د خوراکي او غېر خوراکي توکیو د شویو مرستو ارزښت د میلیونونو افغانیو برابر دى. همدا روژه لغمان والي له سلګونو یتیمانو سره د خوراکي توکیو او نغدي افغانیو مرسته وکړه، تر څو يې د اختر خوښي د اقتصادي ستونزو له امله خرابه نه شي. د یتیمانو سره شوې مرسته د بشري خواخوږۍ د دوامدارې لړۍ برخه ده، چې همېش د ولس له حالت د ولایت مقام د پرلپسې ځان خبر ساتلو په لړ کې وویشل شوه.

دغه دوه کلونو کې یوازې د ۲۵ میلیونه افغانۍ مرسته د امنیتي پېښو د شهیدانو له ورثه ؤ سره شوې ده او څه باندې ۲۶ میلونه افغانۍ مرسته  بیا د اجرائیه ریاست د ځانګړو حکمونو پر اساس  د امنیتي پېښو په ټپيانو ویشل شوې ده.

د مهاجرینو ریاست په چوکاټ کې د یو شمېر همکارو او خېریه موسسو لخوا  یادو دوه کالونو (۹۵ او ۹۶) کې د ۶۲۰۲ مستحقو فامیلونو سره د ۵۱ میلیونه افغانیو په  ارزښت د خوراکي  او غېر خوراکي توکیو مرستې شوي دي او ترڅنګ يې له همدې رقمه په یو شمېر مستحقو کورنیو نغدې افغانۍ هم ویشل شوي دي.

د کار ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو  چارو رياست په چوکاټ کې د نړیوالو مرستندویه موسسو، خېریه بنسټونو او مرستندویه نهادونو لخوا ۲۶۸۰ کورنیو سره چې یتیمان، بې وزله، بې سرپرسته، اړمن، د طبيعي  او امنیتي پېښو زیانمن پکې شامل و، د نږدې ۴ میلیونه افغانیو برابر بشري مرستې شوي، چې ان په دغو مرستو کې د پنځو کورنیو لپاره ریکشا موټرونه هم شامل و، تر څو له همدې لارې د خپلو کورنیو لپاره حلاله نفقه برابره کړي.

د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې شوې مرسته هم د یادولو وړ ده. د دغه ریاست په چوکاټ کې هر کال له یو ميلیون افغانیو زیاته مرسته په اړمنو کورنیو ویشل شوې ده. وروستیو دوه کلونو کې د کلیو پراختیا ریاست  په چوکاټ کې دوه اعشاریه دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د کمپلو، ترپالونو، غوړیو، پلاستيکي هايجن کيتونو، جاکتونو، طفلانه موزو، طفلانه جرابو، طفلانه …. ویشل شوي دي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتوالي ادارې، سرې میاشتې، اقتصاد ریاست او یو شمېر نورو ادارو په چوکاټ کې د دولت او مرستندویه موسسو او خېریه بنسټونو لخوا هم  د میلیونو افغانیو برابر د خوراکي او غېر خوراکي توکیو مرستې شوي دي، چې تر ډېره  ورسره د اړمنو کورنیو لومړنۍ ستونزې حل شوي دي.

 په دې هرڅه کې د لغمان د سیمه ییزې ادارې نه ستړي کېدونکو تلاشونو یادول هم ضروري دي. د سیمه ییزې ادارې شپه ورځ هڅې ددې لامل شوې چې لغمان  ولایت ته د نړیوالو مرستندویه موسسو، خېریه بنسټونو او مرکزي دولت پاملرنه زیاته  او په دغه ولایت کې د هر اړخیزو برخو ترڅنګ د اړمنو کورنیو سره  هم پروخت بشري مرستې  او خواخوږي وشي.

ليکوال : ډاکتر سيد نصيب الله

دا هم وګورئ

laghman1

د لغمان وروستي پرمختګونه

د لغمان وروستي پرمختګونه شپږ ورځې ، شپږ پروژې! زه درې کاله وړاندې لغمان ته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com