کور پاڼه / ځانګړي مطالب / دیته معاشونه وايي

دیته معاشونه وايي

ایا پوهیدئ چې  په نړۍ کې تر ټولو لوړ معاش څوک اخلئ ؟

 جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو مشران په خپله کلنۍ سرمشریزه کې سره راغونډ شوي وو.

په دوی کې یو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ و، چې په اصل کې یو بډایه سوداګر دی.

روسی سیال یې ولادمیر پوتین هم د نړۍ په شتمنو کسانو کې شمېرل کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو له خپلو دولتونو څومره معاش اخلي؟

میلیاردر ډونلډ ټرمپ د نړۍ یو تر ټولو شتمن ولسمشر دی.

د امریکا د قانون له مخې نوموړی هر کال څلور لکه امریکايي ډالر د دولت له بودیجې د معاش حق لري.

خو نوموړی ادعا کوي چې په کال کې به یوازې یو ډالر معاش اخلي.

د ولسمشر ټرمپ معاش د کاناډا د لومړي وزیر جسټن ټروډو نه بیا هم ډېر دی.

ټروډو د ډېرو لپاره یو ځوان، کاریزماتیک او خواخوږی مشر دی.

د کاناډا د قانون له مخې د ده کلنی معاش دوه لکه او شپېته زره ډالره دی.

را به شو اروپا ته. د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل، چې د (جې -شل) هېوادونو د سرمشریزې کوربنه هم وه، په اروپا کې یوه تر ټولو ځواکمنه مشره بلل کېږي.هېواد یې هم له اقتصادي پلوه پياوړی او پرمختللی دی.نوموړې له دولت هر کال دوه لکه اویا زره ډالره معاش اخلي.

اوس به د اروپا تر ټولو ځوان ولسمشر حال درته ووایو.

د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکغون په سیاست او بیا په واک کې لږ وخت تېر کړی.که له یوې خوا یې تجربه کمه ده نو له بلې خوا یې د نورو اروپایي مشرانو پرتله معاش هم کم دی.نوموړی هر کال له دولته شاوخوا دوه لکه ډالره معاش اخلي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ په تېرو ټاکنو کې سخت ګزار وخوړ او په پارلمان کې یې ګوند څوکۍ راکمې شوې.

په قانون کې د دې هېواد د مشر لپاره معاش هم، د نورې اروپا پرتله، کم دی. مېرمن مۍ هر کال له دولت څه کم دوه لکه ډالره معاش اخلي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د کال شاوخوا یو نیم لک ډالره معاش اخلي.

خو تر ټولو لوړ دولتي معاش بیا د سنګاپور لومړی وزیر دی، چې په کال کې ۲۲ ملیونه ډالره ورکول کېږي.

 

دا هم وګورئ

laghman

د لغمان اداره : موږ خپله ژمنتیا په اثبات رسؤ

د وروستیو هر اړخیزو تلاشونو څخه چې د لغمان ولایتي اداره يې  په دغه   ولایت …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com