کور پاڼه / ځانګړي مطالب / ایاښځه عورت یعني شرم ده ؟‌ مجید قرار
woman

ایاښځه عورت یعني شرم ده ؟‌ مجید قرار

ایاښځه  شرم ده ؟‌  زموږ په ټولنه کې ښه سړیتوب دا دی چې د نورو په خوښه ژوند وکړې. دا خبره د هر فرد په اړه صدق کوي خو زموږ په ټولنه کې د ښځو ښه ښځه توب تقریبا د هغوی د بنده ګۍ او وینځه توب مرادف ده. د اسلام مبارک دین د انسان د فردي آزادۍ او له غلامۍ د خلاصون کوم پیغام راوړی و، او ښځه د دې پیغام تر ټولو لومړۍ مستفیده او مستحقه وه، خو د اسلام پیغمبر هماغه وخت وړاندوینه کړې وه چې تاسې به بیرته ګام په ګام د جاهلیت دودونو ته ستانه شئ. د جاهلیت د وخت یوه نښه دغه وه چې ښځه عار وه، مسلمانانو بیرته هماغه د جاهلیت د وخت تصور تر هغه په خطرناک شکل را خپل کړ. د جاهلیت پر مهال ښځه عار وه، د بدنامۍ له وېرې به ځینې خلکو آن لوڼې وژلې وي، خو شرعي دلیلونه یې نه ورته جوړول او دا کار یې مسلماني نه ګاڼه. ورو ورو د مسلمانانو د انحراف کچه دې ته ورسېده چې ښځه یې  نه یواځې عار وګڼله او ځینو سترو مسلمانو قومونو آن هغې ته د عورت نوم ورکړ چې لفظي معنا یې شرم ځای دی، بلکې د همدې عارتوب لپاره یې شرعي دلیلونه وویل، او ښځه یې د فتوا په زور رامه او غلامه کړه. د اسلام تر ټولو لومړی پیغام د آزادۍ و، لومړی پيغام یې د توحید و، توحید دا معنا چې د هر بنده له قیده به آزاد یې او یواځې د یوه شان په خوښه به کار کوې. مسلمانانو پر ښځو لازمه کړه چې په ټولو عملونو کې به د خدای د خوښې ترڅنګ د مېړه خوښه، د پلار خوښه، د قوم خوښه، د ورور خوښه، د مېړه خوښه په نظر کې ساتي.

نارینه وو له ښځو څخه نه یواځې د ناروا کار کولو حق واخیست چې دا هم د ښځو حق و. مانا ښځې که ناروا نه کولای هم باید د خدای له ډاره یې نه وای کړې، نه دا چې د بنده له وېرې. بالعکس، د روا کارونو واک یې هم ورڅخه واخیست. توحید دا دی چې روا او ناروا دواړه به د خدای لپاره نه کوې. که توحید د آزادۍ په معنا واخیستل شي نو ښځې ته د آزادۍ یواځې نوم ور پاتې شو. آزاده ښځه د حیثیت له لحاظه وینځه او وینځه آزاده شوه. مثلا، د ولور په نامه يې ښځه وپلورله، د کورنۍ د شرم په نامه یې له هغې هویت واخیست، د حجاب په نامه یې پر هغې غیرشرعي جامې تحمیل کړې او له هغې یې څېره واخیسته، د فتنې په نامه یې له هغې څخه نور حقونه خو پرېږده چې جومات ته د تګ حق هم واخیست، د لویدیځ د تقلید په نامه یې له هغې د سیاست او مدني فعالیت حق واخیست، د کفالت په بهانه یې له هغې د میراث او مالکیت حق واخیست، د رواجونو او شرم په نامه یې له هغې د مېړه د انتخاب حق واخیست او لنډه دا چې نوم یې د آزادې او ژوند یې د وینځې پاتې شو. چې پر کور وه د پلار او ورور ملکیت وه، چې واده شوه د خسر او مېړه شوه.
په ټولنه کې سترګې د نارینه دي، ګناه یې ښځې ده. د ښځې خوارکۍ په زرو نورو ستونزو سربېره یوه ستونزه دا هم ده چې د نارینه وو زړونو ته به وسوسې نه ور اچوي. تر دې لوی غم دا دی چې ښځې د نارینه زړه ته د وسوسې نه ور اچولو په خاطر ځان په بوجۍ کې واچاو، ځان یې په تورو دالانونو کې ایسار کړ، ځان یې بندي کړ، ځان یې شکنجه کړ خو د سړي سترګې لا هماغسې وږي او زړه هماغسې له وحشي شهوته ډک دی. سړي خپل وحشت ته د رسېدلو سل لارې وموندې او ښځه خوارکۍ بې فایدې له خپلې آزادۍ محرومه کړای شوه. سړي پیسې پيدا کړې کم سنه نجونې یې ځان ته د ملا په خوله، د ملک په ریبارۍ نکاح کړې، سړي هلک ته د نجلۍ جامې ور واغوستې، ویې څرخاوه او بېګا یې شپه پرې ګرمه کړه، سړي په غوجل کې خره، په جومات کې چړي، په بازار کې فاحشه، په کمپيوټر کې سیکس فلم او په کتابونو کې د سیکس پاڼې پیدا کړې. خپل ناروا هدف ته ورسېد خو ښځه خوارکۍ یې له جایزو شرعي بلکې واجبو اهدافو، له زده کړې، له ټولنیز مشارکته، له سیاسته، له مبازې، لا علاجه، له انسانیته را وګرځوله.

هو، ښه خلک هر ځای شته. ځینې خلکو د ښځې د عزت په نامه ښځه وساتله خو اکثرو بیا د ښځې د عزت کولو پر ځای ښځه خپل عزت وګڼله او هغه یې وساتله. په لومړي کې ستونزه نشته. هغه د ټولو واجب او فریضه ده چې د ښځې عزت وساتي خو دا چې ښځه خپل عزت وبولي او د خپل غرور برخه یې کړي او په دې نامه د هغې ژوند محدود کړي، دا بیا باداري ده. هیڅ بنده له خدایه پرته بل مالک نه لري. د ډېری خلکو د ناموسدارۍ هدف د ښځو عزت نه، بلکې خپل عزت دی.
که خبره د ښځو د عزت ساتلو وای نو ښځه به یې د سراچې په ډاله، د تراکتور پر دوپل، د کور په شاته پنا حوېلۍ کې نه ساتلی. د هغې لومړی عزت د هغې آزادۍ ته احترام و. د انتخاب آزادي، د ګشت او ګزار ازادي، د اغوستلو او پوښاک آزادي، او ټولې هغه آزادۍ چې انسان د خدای پاک لخوا پرې امتحان شوی دی او د نه پاللو ځواب یې یواځې خدای ته ورکول کېږي. د هغې عزت دا و چې د هغې د میراث حق ورکړل شوی وای، د هغې د سوداګرۍ او تجارت کولو، سیاست او خدمت کولو، د هغې د تفریح او سیاحت کولو، د هغې د زده کړې او تجربه حاصلولو حق نه وای ورڅخه اخیستل شوی.

راځئ د دې پر ځای چې ښځه شرم وګڼو او په دې بهانه یې مالکان شو، په ځان کې واقعي شرم پیدا کړو. ښځه عورت نه ده، شرم نه ده. شرم هغه څه دی چې بد اخلاقه، غله، غاصبان، عیاشان، لنډه غران، ټالیبان، قاتلان، غلامان، تالي څټي او سوالګر یې نه لري.

لیکوال : مجید قرار

دا هم وګورئ

laghman

د لغمان اداره : موږ خپله ژمنتیا په اثبات رسؤ

د وروستیو هر اړخیزو تلاشونو څخه چې د لغمان ولایتي اداره يې  په دغه   ولایت …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com