کور پاڼه / خبرونه /   د دوستم دوسیه محکمې ته وسپارل شوه
dost

  د دوستم دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دوسیه یې محکمې ته سپارلې ده.

دوستم د جوزجان د پخواني والی احمد اېشجي پر جنسي ځورونه تورن دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د بي بي سي له خبریال محفوظ زبیدي سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني پړاوونو لپاره محکمې ته سپارلې ده.

د ملي جنبش ګوند پخواني مرستیال او د جوزجان پخواني والي احمد اېچشي نوموړی پر انسان تښتولو بد جنسي چلند تور کړی دی.

احمد اېچشي نږدې اته میاشتې مخکې ادعا وکړه، چې ښاغلي دوستم او ساتونکو یې د جوزجان مرکز شبرغان کې وتښتاوه او بد جنسي چلند یې ور سره وکړ.

له هغه وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې مسلې دوسیه پرانیسته.

د جنرال دوستم ویاندان دا تورونه ردوي او وايي، د لومړي مرستیال ولسمشر پرضد سیاسي دسیسه جوړه شوې.

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com