کور پاڼه / لوبي / د ایم سي سي سره لوبه د باران له امله بې پایلې شوه
crec

د ایم سي سي سره لوبه د باران له امله بې پایلې شوه

د افغانستان کرکټ ټیم او ایم سي سي کلب ترمینځ تاریخي لوبه چې د لندن لارډز په تاریخي لوبغالي کې پیل شوې وه د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.
لوبه ایم سي سي کلب پیل کړه چې په ۴۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړ په سوزیدلو ۲۱۷ منډې جوړې کړې.
لوبه چې ۵۰ اوریزه وه د باران له امله ۴۰ اورونو ته راټیټه شوه، افغان لوبډلې په اتو اورونو کې د یو تن په سوزیدلو ۳۱ منډې تر سره کړې چې وروسته د باران د شدت له امله لوبه ودریدله او بې پایلې شوه.
شنونکي وایي چې په یاده لوبه کې له ګټلو او بایللو د لوبې اعزاز او افتخار زیات و.

 

دا هم وګورئ

sport

شاپور ځدراڼ د لارډز په ډګر کې د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو

  شاپور ځدران د ام سي سي پر وړاندې په یو ورځنۍ لوبه کې چې د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com