کور پاڼه / لوبي / په فاریاب ولایت کې د لومړۍ ځل لپاره د نجونو د بدن ښکلا کلب جوړ شو.
gold

په فاریاب ولایت کې د لومړۍ ځل لپاره د نجونو د بدن ښکلا کلب جوړ شو.

د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې چیرته چې دا کلب جوړ شوی که څه هم امنیت څه نا څه سم دی خو داعش وسله وال د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې را پيدا شوي اوامنیت ګواي.

دا کلب د یوه  باډي بیلډر روزونکي لخوا جوړ شوی او د موخه یې د نجونو ترمنځ د سپورټ دودولو بولي. یاد کلب یوه وخت کې ۳۰ تنه په کې تمرین کولی شي.

دا لومړی ځل دی چې فاریاب کې د نجونو لپاره د بدن د ښکلا کلب جوړیږي.

د دې کلب مسوؤل، شاه‎ولي پارسا وايي چې د کلب جوړولو د نجونو او ښځو ترمنځ د سپورټ بنسټيز کولو لپاره ډېر اړین وو او په دې ولایت کې ډېر شمېر ښځې او نجونې د یوه لوبغالي نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ وې.

دی زیاتوي:”د خوښۍ ویاړ ځای دی چې نن مېرمنۍ په دې کلب کې سپورټ کوي او تمرین ته راځي.”

د فاریاب ولایت د سپورټ چارواکي څرګندوي چې د دې کلب له جوړېدو سره او‎س‎مهال دېرې نجونې کولی شي په آرامه فضا کې سپورت وکړي او د ملي یووالي له حکومت څخه یې غوښتنه د نجونو لپاره  نورو لوبغالو جوړول دي.

میرویس جلالزی

دا هم وګورئ

sport

شاپور ځدراڼ د لارډز په ډګر کې د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو

  شاپور ځدران د ام سي سي پر وړاندې په یو ورځنۍ لوبه کې چې د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com