کور پاڼه / لیکنې / چرسي سړی- نه سړی!
char

چرسي سړی- نه سړی!

زمونږ ټولنه او په ژبه کې ځيني د کار خبرې شته دي.دا چې وايي (( چرسي سړی- نه سړی!) په خپله د کار او ژوند خبره ده. هغه څوک چې نېشه کوي، ټوله ورځ او شپه پر نېشه اخته وي، نه د بچيانو په غم کې وي، نه د هغوی د ډوډۍ او نه یې هم د سرنوشت- حتمن نه سړی دی.

سړی خو په کار سړی دی، په منډه سړی دی. په دې سړی دی چې هم ځان ته ګټه ورسوي او هم جهان ته، دا چې نه د ځان په درد خوري او نه د جهان څه سړی دی؟

تاسو که کابل (پل سوخته) سیمې ته ولاړ شی، هلته به بلا نېشه یان وګوری، پر نېشه روږدي، کورونه ترې پاتې، میندې ترې پاتې، بچیان ترې پاتې – هر څه ترې پاتې بس یوازې خیال پلونه دي او دوی دي او ټول هر څه یې له خيال پلونو ځار کړي دي.

که څه هم نېشه یان خو نه سړي دي، خو د دوی په نه سړیتوب کې د یو بل چا لاس هم دی او  د همدغو له لاسه دوی نه سړي شويدي.

لومړی: ښايي ددوی کورنیو یې په روزنه کې چندان پاملرنه کړې نه وي. دا ځيني پلرونه او میندې یوازې زیږول کوي نور په دې غم کې نه وي چې دا زیږول شوي خو روزنه، پالنه او سمبالونه هم غواړي. مور و پلار تر زیږونې وړاندې باید د بچیانو د روزنې او او پالنې پلان ولري که نه بچیان به یې له سخت سرنوشت سره مخامخیږي.

دویم: حکومت هم مسوولیت لري، چې ځوانانو ته کار پیدا کړي. کله چې ځوانان بې کاره شي نو څه به کوي؟طبعن بهخيال پلونو ته پنا وړي.دا نن چې د کابل په سیند کې تر پلونو لاندې نېشه یان پراته وي او د  اوبو په ډيریدو یې سیند وړي، دا حکومتي اړوند چارواکي ولې ړانده دي او غم یې نه خوري. ولې ددوی لپاره د کارونو او بیا جذبیدو  منظمې او عملي ستراتیژۍ جوړوای او عملي کوای نشي. افسوس چارواکي پر خپلو مزو او خوندونو اخته دي او د ولس له کړاونو او ناخوالو خبر ندي!

دریم: انسان خوښۍ، خوشالۍ، مینې… ته اړتیا لري، کله چې دا څيزونه په عملي ژوند کې پوره نشي نو انسان له خپل شعور او لاشعور نه مجبور دی چې دغه څیزونه په خیال پلونو کې پوره کړي. دا چې زمونږ ځوانان د اقتصادي ستونزو له امله پر وخت ودونه نشي کوای، دساتېرۍ لپاره منظم ځایونه لکه پارکونه، لوبغالي، چکر ځایونه نه لري نو له دې اړخه هم مجبوريږي چې له نېشو خوندونه واخلي او طفیلي ژوند کې خوندونه ومومي.

خبرې ډیرې نه اوږدوم،د ځوانانو په نېشه روږدیدو کې هم کورنۍ، هم حکومت او هم ټولنه ګرمه ده. هر څوک باید په خپله برخه کې مسوولیت ادا کړي که نه ځوانان چې د ځواک له مخې او هم د هیواد د سرنوشت له مخې ډير مهم دي، به مو همداسې پر نېشه اخته کیږي. هم به خپله پر ټولنه پېټی وي او هم به یې کورنۍ له غمونو او اندېښنو سره مخامخ وي. د اولادونو سرنوشت به یې هم مبهم وي. خپل ژوند خو یې هسې تبا دی، د بچیانو او کورنیو ژوند یې هم ورسره تبا کیږي.

غني ګل

دا هم وګورئ

laghman1

د لغمان وروستي پرمختګونه

د لغمان وروستي پرمختګونه شپږ ورځې ، شپږ پروژې! زه درې کاله وړاندې لغمان ته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com