کور پاڼه / خبرونه / په کوټه کې شوې برید یو قوماندان او څلور پولیس ووژل
qumandan

په کوټه کې شوې برید یو قوماندان او څلور پولیس ووژل

نن پنجشنبه په کوټه کې د يوه پوليس افسر په شمول څلور پوليس عسکر د وسله‌والو په هدفي بريد کې وژل شوي دي.

د پنچشنبې په غرمه ناڅرګندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو د کوټې ښار په جنوبي برخه کې په «دېبه کلي» کې د پوليسو پر موټر ناببره پرله‌پسې ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د پوليسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته وويل چې د قايد اباد تاڼې يو پوليس افسر مبارک شاه له خپلو درېیو ساتونکو سره په خپل موټر کې راروان وو چې په خوندي ځاى کې ورته پټو موټرسايکل سپرو وسله‌والو ناببره ډزې ورباندې وکړې.

چيمه وايي، د ډزو په نتيجه کې پوليس مشر او درې ساتونکي يې ځاى پر ځاى وژل شوي، خو موټر چلوونکى يې ټپي شوى دى.

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com