کور پاڼه / خبرونه / د عراق سفیر؛ د افغانستان او عراق  دداعشیانو وحشي توب یوډول دی
IRAQ

د عراق سفیر؛ د افغانستان او عراق  دداعشیانو وحشي توب یوډول دی

  په کابل کې  د عراق سفیر فرزدق زهیر الغلاوي چې دپنجشنې په ورځ يې خبریالانو ته خبرې کولې وویل د افغانستان او عراق داعشیان یو ډول خلک نه دی،ولې په وحشت کې د عراق او افغانستان دداعشیانو وحشتي توب یوډول دي.

ده وویل چې په عراق کې د ۱۰۰ هیوادونو داعشیان راټول شوي ول خو ټول له منځه یووړل شول.

عراقي سفیر له عراق څخه افغانستان ته د داعش د غړیو د لېږدېدو احتمال رد کړ، ویې ویل دا کار ځکه ناممکن دی چې په عراق کې د داعش غړي له منځه وړل شوي دي او که یو نیم کس پاتې وي هغه د تېښتې توان نه لري.

ده په افغانستان کې د داعش په نوم جنګېدونکي کسان له هغو سره متفاوت وبلل چې په عراق کې جنګېدل خو ویې ویل چې دواړه یوازې په بربریت او وحشي توب کې ورته والی لري.

موصل ښار روانه اوونۍ په بشپړ ډول د داعش له درې کلنې قبضې وروسته ازاد شو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن په یوه راپور کې وویل، لږ ترلږه ۱۰ کاله پکار دي چې موصل له هغو چاودېدونکو موادو او ماینونو پاک شي چې داعش ډلې په دغه ښار کې د عراقي ځواکونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړي دي

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com