کور پاڼه / راپورونه /  د جرمني ولسمشر افغان حکومت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ
alman

 د جرمني ولسمشر افغان حکومت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ

جرمني د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شتاین ‌مایر کابل ته پخپل سفر کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ ډاډ يې ورکړی.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د جرمني ولسمشر فرانک والټر شتاین ‌مایر د پنجشنبې په ورځ ناوخته په ارګ ماڼۍ کې ولسمشر محمد اشرف غني سره ولېدل او د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ يې د افغانستان پر روان وضعیت د افغان ولسمشر سره خبرې وکړې.

ښاغلي ازاد وویل چې د جرمني ولسمشر د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې ترڅنګ د افغان حکومت لخوا د چمتو شوي څلور کلن امنیتي پلان د عملي کېدو په برخه کې هم د همکاري ژمنه وکړه.

ازاد: د جرمني حکومت به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

د جرمني حکومت به د افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او مشورې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، همدارنګه د جرمني ولسمشر د څلور کلن امنیتي پلان څخه ستاینه وکړه او د دغه پلان د علمي کېدو په برخه کې يې د نورو هېوادونو ترڅنګ د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ترهګرو سره په مبارزه کې به دوی د افغانستان سره ولاړ وي.”

ښاغلی شټاین مایر په قزاقستان کې له یوې غونډې وروسته  له ولسمشر غني مخکې یې په مزار شریف کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې نږدې زر تنه سرتېري لري چې پخوا یې شمېر پنځو زرو ته رسېده.

دا هم وګورئ

blast

کابل کې موټر بم چاودنې ۲۴ تنه وژلي او ۴۲ نور يې ژوبلک کړي دي

نن سهار د ۷:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار شپږمې حوزې ته نږدې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com