کور پاڼه / ځانګړي مطالب /  عبدالله: له ترورېزم سره مبارزې برخه کې لوی مسؤلیت پر افغانستان اچول شوی
abdullah

 عبدالله: له ترورېزم سره مبارزې برخه کې لوی مسؤلیت پر افغانستان اچول شوی

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یو دروند پیټی په افغانانو اچول شوی دی.

عبدالله عبدالله وویل د منځنۍ اسیا هېوادونه چې ځینې اتباع یې په افغانستان کې د فعالو تروریستي شبکو غړي دي له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې افغانستان تر ډېره یوازې پرېښی دی.

عبدالله عبدالله دا خبرې د جمعې په ورځ په بامیان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د ګډو خبرو څلورم دور کنفرانس په پیل کې وکړې.

په دې تروریستي شبکو کې له ټولې سیمې خلک شامل دي، په اقتصادي او فرهنګي چارو کې همکارۍ ښې دي، له ترورېزم او تروریستي شبکو سره د مبارزې په برخه کې فکر کوم د دې کار یو دروند مسؤلیت د افغانانو په اوږو ایښودل شوی دی.”

د افغانستان اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله وویل چې له ترورېزم سره په جګړه کې افغانانو ډېره قرباني ورکړې او د ده په خبره که یوازې د وروستیو څو اوونیو پېښو او حملو ته وکتل شي دا په ډاګه کوي چې افغانان څومره له دې پدیدي ځورېږي.

له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې په داسې حال د عبدالله عبدالله په خبره زیات مسؤلیت په افغانانو اړول شوی چې د رپوټونو له مخې له افغان وسله والو طالبانو سره مرسته کړې او هغوی ته یې تجهیزات ورکړي دي.

د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونو له مشرانو سره ولسمشر اشرف غني د شانګهای سازمان په وروستۍ سرمشریزه کې چې په استانه کې وشوه له ترورېزم او مخدره موادو سره په مبارزې هم خبرې وکړې.

اوس دلته په افغانستان کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د خبرو اترو څلورم ګډ کنفرانس په بامیان کې جوړ شوی دی او دوې ورځې دوام کوي.

دغه کنفرانس چی د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز انستیتیوت لخوا جوړ شوی د شاوخوا شلو هېوادونو استازي، شننونکي او پوهان پکی ټول شوي دي.

ښاغلي عبدالله هیله وښوده چې د دغه کنفرانس ګډونوال د سیمې هېوادونو ته روښانه پیغام ورکړي او هغوی راوبولي څو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

که څوک له قفقازه دلته له موږ سره په افغانستان کې جنګ کوي، هغه دلته په افغانستان کې څه دعوا لري؟ د هغه دعوا بل ځای ده، همداسې له ټولې سیمې، نو زموږ هیله ده کوم پوهان چې له سیمې راغلي په خپلو ټولنو کې د چارواکو په منځ کې په روښانه توګه د دې ټولې سیمې په استازیتوب دا بحث مطرح کړي.”

دا هم وګورئ

laghman

د لغمان اداره : موږ خپله ژمنتیا په اثبات رسؤ

د وروستیو هر اړخیزو تلاشونو څخه چې د لغمان ولایتي اداره يې  په دغه   ولایت …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com