کور پاڼه / لوبي / دبایسکل ځغلونې دوه  افغان خویندې په لوړه بیه وپيرل شوې
afghan girls

دبایسکل ځغلونې دوه  افغان خویندې په لوړه بیه وپيرل شوې

د فرانسې  دبایسکل ځغلولو ملي کلپ د افغانستان د بایسکل ځغلولو  دوه تکړه لوبغاړې په بیه پیرلي او له خپلې کورنۍ سره یې یو ځای  فرانسې ته بیولي دي.

دغه دوه خویندي معصومه او زهرا نومیږي چې په نړیوالو سیالیو کې یې یو د سرو زرو، یو د سپين او دری د برونزو مډالونه ملک ته ګټلي ول.

معصومه علي زاده او زهرا علي زاده د افغانستان د بایسکل ځغاستې دوه خویندې دي چې د فرانسې د تور البي په سیالیو کې له ښه ځلېدو وروسته دغه کلپ له خوا د هېواد د بایسکل ځغاستې له فډراسیون او کورنۍ سره له یوه کال مشورې وروسته وپېرل شوې او اوس له خپلې کورنۍ سره د فرانسې په البي ښار کې ژوند کوي.

د بایسکل ځغاستې فډراسیون رییس  استاد صادق وایي چې د دغو دوو خویندو په تګ د دوي فدراسیون ته سخته زربه رسیدلي او دی فکر کوي چې ښې او کیڼ لاس یې پرې شوی دی.

هغه موږ هغه مهال په ۲۰۱۶ کال کې د فرانسې په تور البي سیالیو کې ګډون وکړ او د هېواد د ملي لوبډلې دغه دوه لوبغاړې د یو ډېر شمېر ګډونوالو له ډلې مډال ته ورسېدې او د البي کلپ د پام وړ وګرځېدې.

د هېواد دغو دوه غوره بایسکل ځغلوونکو پنځه کاله د هېواد د ملي لوبډلې لپاره په بېلابېلو سیالیو کې هند، فرانسې، پاکستان، قزاقستان، سوېلي کوریا او بحرین ته سفرونه وکړل چې په ټول کې یو د سرو، دوه د سپینو او یو د ژېړو مډالونه د فرانسې له البي او پاکستان څخه ترلاسه کړي.

میرویس جلالزی

دا هم وګورئ

gold

په فاریاب ولایت کې د لومړۍ ځل لپاره د نجونو د بدن ښکلا کلب جوړ شو.

د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې چیرته چې دا کلب جوړ شوی که څه هم …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com