کور پاڼه / خبرونه / د ۱۲۰۰ ماینونو شنډوونکی افغان پولیس د ماین چاودنې ښکارشو
zahir jan

د ۱۲۰۰ ماینونو شنډوونکی افغان پولیس د ماین چاودنې ښکارشو

د افغان  ملي پولیس افسر  ظاهر جان چې دخپل خدمت په موده کې يې د وسلوالو مخالفینو او تاروریستانو لخوا  ځای پرځای شوي ۱۲۰۰ ماینونه ناکاره کړې وه پرون  په خپله د ماین په چاودنه کې شهید شو.

د ا منیتي چارواکو دمعلوماتو پراساس ظاهر جان ۲۸ کاله عمر درلود او د خاص ارزګان  اوسیدونکی وو چې له تیرو څلورو کلونو راپدیخوا يې د پولیسو د انجنیري ټیم له یوې ډلې مشرې کوله.

د افسر ظاهرجان کشر ورور داود، چې ۲۴ کلن دی درې کاله وړاندې یې د ماین په یوه چاودنه کې غبرګې سترګې ړندې شوې.

ده هم د ماین شنډولو په  برخه کې مسلکي زده کړې کړې دي او یو مهال چې  په سترګو روغ و، په خبره نژدي ۱۹ سوه ماینونه یې شنډ کړي دي.

دی وایي، که څه هم ورور یې د ماین شنډولو مسلکي زده کړې نه درلودې خو دده په خبره ده په دې برخه کې روزلی و.

ښاغلی داود زیاتوي:” ظاهر جان زما تر ټپي کېدو وروسته خپله دغه مسولیت ته ودرېد او هغه تجربه، چې ترلاسه کړې یې وه تر دې مهال یې ۱۲۴۷ ماینونه شنډ کړي ول.”

وسله والو طالبانو تر ډېره په هغو سیمو کې چې د حکومتي ځواکونو یې نیسي ځمکني ماینونه خښوي.

دوی دا کار له دې وېرې کوي چې د افغان ځواکونو له خوا د سیمې د بیا نیولو هڅې ټکنۍ کړي.

د روزګان د امنیت امر عبدالقوي عمري وایي، ظاهر جان د دوی د انجنیري ټیم یو زړور سرتېری و، چي دده په خبره د ماینونو په شنډولو کې یې ځانګړی مهارت درلود.

ښاغلی عمري وايي:”په هغه ورځ زه ورسره وم، یو ماین مو شڼد کړ دوهم ماین ته چې کله ورسېدو وسله والو طالبانو هغه ماین د لمریزې برېښنا د یوې کوچنۍ تختې سره وصل کړي و، کله چي د هغه تختې څخه یې خاورې لېرې کړې چاودنه رامنځته شوه او ظاهر جان په کې ووژل شو.”

وسله وال طالبان په سویلي ولایتونو کې د ماینونو د بېلابېلو ډولونو او پېچلي تاکتیکونو څخه کار اخلي.

د ظاهر جان ورور داود وایي، ورور یې په تش لاس او د امکاناتو په نه شتون کې ماینونه شنډول.

دی وايي: “د انجنیرۍ ډلې ته هغه وسایل چې د ماین شنډولو لپاره اړین دي په واک کې نه لري، ظاهر جان د ماین موندلو هغه لومړنۍ اله هم نه درلوده”.

ښاغلی داود ګیله من دی چې نه تر ټپي کېدو او نه هم د ورور له وژل کېدو وروسته چا له ده سره مرسته کړې.

ظاهر جان پنځه کاله مخکې واده کړی و او د نوموړي څخه یو درې کلن زوی او یوه پنځه کلنه لور پاتې شوي دي.

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com