کور پاڼه / خبرونه / قاطع ماموریت :  په کندز کې دوی ښوونځی نه دی بمبار کړی
school

قاطع ماموریت :  په کندز کې دوی ښوونځی نه دی بمبار کړی

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د امریکا متحده ایالتونو هوايي ځواک په کندوز ښار کې په یوه ښوونځي بمباري کړې ده.

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند تورن ویلیام سالوېن پرون شپه د ازادۍ راډیو سره  په ټیلیفوني خبرو کې ویلي  چې ښوونځی یې هدف نه‎دی ګرځولی.

تورن سالوېن زیاته کړه:

“زموږ ځواب دا دی چې دا تورونه ناسم دي. موږ د وړمې شپې په شمول هوايي حملې کړې دي. د وسلو په سر له نصبو کمرو او د ویډیويي تصویرونو د څېړنو په اساس په دې ټولو حملو کې مشخص هدف ویشتل شوی دی. دا هدفونه جنګي پوستې او هغه ځایونه وو چې بمونه په‎کې اېښودل شوي وو. زموږ د ماموریت هدف د طالبانو لاس ته د سیمو د لوېدو مخنیوی وو چې ډاډه یو زموږ حملو دا ماموریت بریاليتوب ته رسولی دی.”

د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند تورن ویلیم وویل چې د کندز ښار په یوه ښوونځي کې دننه له چاودنې خبر دي او افغان چارواکو ورته ویلي چې دا پېښه د ښوونځي په پخلنځي کې د اورلګېدنې په سبب شوې ده.

د ناټو ماموریت پوځیان په داسې حال کې په کندز کې د ښوونځي بمباري ردوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په اپریل میاشت کې یو رپوټ خپور کړ او د افغان او امریکايي ځواکونو د هوايي حملو په نتیجه کې یې د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې په زیاتېدو سخته اندېښنه وښوده.

د دغه رپوټ له مخې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یوازې ۷۲ کسان د امریکايي او افغان ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

خو په کندز کې د هغه ښوونځي مدیر چې د ښوونځي ودانۍ یې زیانمنه شوې وايي، د امریکايي پوځیانو د بمبار په نتیجه کې یې ښوونځی زیانمن شوی دی.

د کندز د خواجه مشهد ښوونځي مدیر حشمت صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

“د سهار شاوخوا څلور بجې او شل دقیقې وې د امریکا هوايي پوځیانو له خوا بمباري وشوه. زموږ ښوونځی یې سخت زیانمن کړ. د زده کوونکو په روحیه یې بده اغېزه کړې. نه یوازې زموږ ښوونځي ته بلکې د سیمې خلکو ته هم مالي تاوان اوښتی.”

که څه هم پخوا تر دې ځینې وختونه د ناسمو معلوماتو په نتیجه کې د هوايي حملو د هدف د بې ځایه کېدو تائیدي کېدله خو افغان چارواکو دا وار په کندز کې د یادې حملې پړه تر ډېره په وسله‎والو طالبانو اچوي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې د خواجه مشهد ښوونځي پېښه د بمبار په نتیجه کې نه‎ده رامنځته شوې.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

“په ښوونځي باندې ډزې شوي دي خو دا خبره ردوو چې ګواکې بمباري پرې شوې ده. ښوونځی د دولت د حاکمیت په ساحه کې پروت دی او جنګ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې روان و. کیدای شي راکټ د دښمن له‎خوا ویشتل شوی وي.”

ښاغلي حمیدي وویل، د کندز ښار د یاد ښوونځي ځینې ټولګي وران شوي دي او د ښوونځي شاوخوا کورونو ته هم یوه اندازه زیان رسیدلی دی.

د کندز امنیه قوماندان وايي، په پېښه کې درې یا څلور تنه برسېرن ټپيان دي.

اخوا د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې بهرنیو پوځیانو په کندز کې یو ښوونځی بمبار کړی دی.

وسله‎والو طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د کندز ښار د لنډې مودې لپاره ونیوه او وروسته ترهغې یاد وسله‎وال د دغه ښار په شاوخوا کې وخت ناوخته مقاومت کوي.

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د ښار له شاوخوا د طالبانو د ایستلو لپاره پوځي عملیات روان دي.

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com