کور پاڼه / راپورونه / نېکلسن: د داعش تر ختمېدو به افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکوو
nekols

نېکلسن: د داعش تر ختمېدو به افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکوو

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او د درېیو مشرانو ترڅنګ يې يو شمېر لوړ پوړي قوماندان هم په افغانستان کې وژل شوي دي.

دغه ماموریت وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر وړاندې به د دوی عملیاتونه د دغې ډلې د بشپړې ماتې تر وخته په افغانستان کې ادامه ومومي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن د شنبې په ورځ په افغانستان کې له افغان ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت امنیتي همکاریو په برخه کې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ «سیستیکا» د قوماندان د بدلېدو د مراسمو په څنډه کې خبریالانو ته وویل په تېر يوه کال کې داعش ډلې ته په افغانستان کې درانه تلفات اوښتي.

نوموړي زیاته کړه:

موږ د اسلامي دولت يا داعش ډلې په وړاندې خپلو عملیاتونو ته دوام ورکوو، موږ په تېر يوه کال کې د دې ډلې درې مشران او لسګونه قوماندان په افغانستان کې ووژل شول، زموږ عملیات به تر هغه روان وي چې دغه ډله په بشپړه توګه په افغانستان کې له منځه يوسو.”

ښاغلي نېکلسن وویل چې د خراسان ولایت امیر ابو سعید د جولای په يوولسمه په کونړ کې به يوه هوايي برید کې ووژل شو.

نوموړي همدارنګه وویل چې د داعش ډلې جنیګالیو په شمېر کې ډېر کموالی راغلی او ډېری قوماندان يې هم د ګډو ځواکونو په عملیاتونو کې وژل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر همدارنګه وویل چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او په جوزجان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره به عملیاتونه ترسره کړي.

دا هم وګورئ

blast

کابل کې موټر بم چاودنې ۲۴ تنه وژلي او ۴۲ نور يې ژوبلک کړي دي

نن سهار د ۷:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار شپږمې حوزې ته نږدې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com