کور پاڼه / لیکنې / لغمان مې پنځه کاله نه ؤلیدلی
city

لغمان مې پنځه کاله نه ؤلیدلی

پنځه کاله وړاندې مې په لغمان کې د عامه خدمتونو د یوې مرستندویه ادارې سره کار کاوه، وروسته  له دې بیا له لغمان ولاړو، له رسنیو به مې  یوازې د لغمان ولایت د نا امنیو،وژنو،بمې چاودنو او په دغه ولایت کې ددولت د وسلوالو مخالفینو د وحشتونو خبرونه  اوریدل.ښکاره ده چې د یوڅه په اړه چې څنګه اورې په ذهن کې به دې همغسې یو انځور جوړیږي، د رسنیو خبرونو  زما په ذهن کې د لغمان په  اړه یو داسې انځور جوړ کړی ؤ چې نږدې موصل ته ورته  یو ښار مې په  خیال کې ګرځیده،خړې خاورې او ګردونه.

خو، کله چې د کابل ننګرهار له  عمومې لارې په سرخکانو رابیل شوم، نومخامخ راته یوه سمسوره دره چې پکې زړه سکون مومې ښکاره شوه،  دپولیسو له څو  چیک پائنټونو له لنډو پوښتنو ورورسته  راتیر شوم، او مهترلام ښار ته را ورسیدم ،ښارکې دپخوا په پرتله ګڼه ګوڼه زیاته وه او ټول خلک په خپلو کارونو مصروف وه، دا نو د ورځې وروستی او ماښام ته نږدې وخت ؤ،ډیر څه مو ونه لیدل، ښار کې له هغه ملګري سره یوځای شوم چې پنځه کاله وړاندې مې ورسره په همدغه ښارکې دعامه خدمتونو په یوه اداره کې ګډ کار کاوه،له ملګري سره دهغوی کورته ولاړم،په سبايې چې دپنج شنبې ورځ وه لومړی سلطان غازې بابا ښارګوټي ته چې د لغمان پوهنتون پکې ودان شوي ولاړو.

څه ګورم چې د سلطان غازې بابا هغه تش په نوم  ښارګوټی چې مرغۍ پکې له تندې مړې کیدې له  یوې مخې له دنګو او لوړپړیزو ودانیو ډک دي او په ګڼو ساحو کې يې رغنیزکارونه روان دی،همدغه ښارګوټي کې د روښان په نوم خصوصي پوهنتون ته تازه په تازه درې پوړیزه لوکسه ودانۍ جوړه شوې ده، ترڅنګ يې هغه پراخه جریبونه ځمکه چې مخکې به یوازې خړ بادونه پرې چلیدل اوس پرې داسې مسجد ودان شوي ؤ چې نږدې په سیمه کې يې ساری نه لیدل کیږي،، له همدې ور هاخواد ولایت مقام لپاره د څلور پوړېزې ودانې  ساختمانې کارونه چې دوهم پوړيې پوره شوي وو روان وه.

 غوښتل مې لغمان پوهنتون ته ولاړ شم، ملګری مې په تلو،تلو کې راته د هستوګنیځوکورونو ترڅنګ ټولې هغه  دولتي ودانۍ رامعرفي کړي چې تازه په تازه دغه ښارګوټې کې جوړې شوې دې،د  اطلاعات او کلتور ریاست په احاطه کې د عامه کتابتون لپآره یوه مجلله ودانۍ جوړه شوې ده، مخې ته يې دمعدن ریاست لپاره هم ښکلې ودانۍ چې دوه پوړونه لري ودانه ده.همدغه ښارګوټې کې د سلبستریز روغتون کارونه پای ته نږدې شوي دي،دا یوازې دولتې ادارې  او کورنه نه بلکې دغه  ښارګوټې کې د ځوانانو سپورتې ودې ته هم زیاته پاملرنه شوې،سرپټې جمنازیوم هم جوړ شوی وو، او په لسګونو جریبه ځمکه کې دکریکټ دمعیاري میدان دجوړیدو کارونه چې ډیره برخه يې تکمیل شوي روان دي.

 که په لنډو ووایم  لغمان  چې دعلم او پوهې ټاټوبی بلل کیږي له یوې مخې پر ښه لور روان دی، امنیتي وضعیت يې هم تر هغې چې له رسنیو مې اوریدلي و څو برابره  ښه  دی،دغه ولایت کې دپانګونې لپاره ښه فرصتونه شته، تر ټولو ښه يې دا چې په مهترلام کې ۲۴ ساعته برښنا شتون لري.پانګوال کولی شي چې له دې فرصت دلته خپلې کارخانې فعالې کړي او ورسره د لغمان سلګونو بې روزګارو ځوانانو ته دکار موقع  ورکړي.

 دښار په منځ کې ځمک تل بازار(زیرزمیني) هم دومره ښایسته جوړه شوې چې دلته په ختیځ کې بېسارې ده،دښار منځ ختیځ لور ته سراج بڼ او کلا چې له یوې مخې په شاړو او کنډوالو بدل شوي وه  اوس يې د تاریخي کلا بیارغنیز کارونه روان دي، دیوالونه يې دپخوا په څیر رغیدلې . او کلا نږدې خپل اصلې حالت ته ورګرځیدلې ده.

د لغمان مخ پر وده  بهیر خوشاله کړم،له ملګرو مې هم دلغمان دوروستیو پرمختګونو په اړه و پوښتل ،دښوونې رانیولې،بیا تر امنیت،عدالت ،ښې حکومتدارۍ او د ولسونو سره د ولایتي مسؤلینو د سلا مشورو  او ټولو  ملې بهیرونو کې د ځوانانو  او خلکو د فعالې ونډې اخیستلو په اړه  ډیر څه واوریده، همدې ولسي ويښتابه او بیدارۍ  راته داپيغام را کړ چې دخلکو همکارۍ او دسیمه ییزې ادارې غوره مدیریت او ژمنتیا پرمختګونو ته زمینه برابره کړي ده.

همغه ورځ( پنجشنبه) په لغمان کې د  نږدې ۴۱ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې پيل شوې،د همدې پروژو دپرانستې مراسمو ته مو هم سر ورښکاره کړ،د ولایت والي عبدالجبار نعیمي ویل چې خلکو ته دهغوی دلومړیتوبونو دتشخیص له مخې خدمتونه کوي،لومړی يې ددغه ولایت ټولې اړتیا وې اوریدلې او دلومړیتوبونو له مخې يې د اړوند وزارتونو سره شریک کړي او تعقیب کړي دي چې همدا لامل دی لغمان کې انکشافي کارونه  له یوې مخې دمرکز او ولسوالیو په سطحه پراخ شوي دي.

که دلغمان پرمختګ په  رښتیا سره  دخلکو په مستقیمه همکارۍ پورې تړلې وي نو په کار ده چې ټول دخپل نظام سره همکار شي او په دې سره عامه نظم تامین او عامه پروژو ته د عملي کیدو زمینه برابره کړي.

سیدارمان عابد

دا هم وګورئ

laghman1

د لغمان وروستي پرمختګونه

د لغمان وروستي پرمختګونه شپږ ورځې ، شپږ پروژې! زه درې کاله وړاندې لغمان ته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com