کور پاڼه / لیکنې / پوځي عملیات او خنډونه !/ غني ګل
کماندو

پوځي عملیات او خنډونه !/ غني ګل

په هیواد کې د بهتر امنیت او مخالفینو د ځپلو لپاره یوه لاره عملیات ګڼل کیږي. له دې لارې وسلوال مخالفین ځپل کیږي او د هغو تاثیر کمیږي.خو بدبختانه، ډیری وخت  زمونږ  دملي امنیتي اورګانونو عملیات ګټور او اغیزمن نه وي.په عملیاتو کې ډیری ځوانان ووژل شي، ډیرې پیسې مصرف شي، وخت ضایع شي ولې بیا هم هدفمنه ګټه ترلاسه نشي.

د عملیاتو په وړاندې ځيني خنډونه په دې ډول ښوول کیدای شي:

لومړی- د امنیتي اورګانونو تر منځ دکلکې همغږۍ نشتوالی:

د عملیاتو پر مهال د ټولو ملي امنیتي اورګانونو:ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیتي ادارو ترمنځ  ډیری وخت مخکې له مخکې کلکه همغږي نه وي. هر لوری په بل لوري ځان فوق او لوړ ګڼي، همدا وي چې د درې واړو ملي امنیتي ادارو هڅې د هدف په لور سمې سوقیدای نشي.تر دې پورې لیدل شوي چې همدغو درې اورګانونو  په خپل منځ کې دیو بل پښې وهلي او د بل لوريد ناکامۍهڅې یې کړې دي.

 

دویم- یوازې جنګي عملیات ګټه نشي رسوای:

ډيرو سیمو کې عملیات یوازې د ساده(خرپ و ترپ) یا strikeتر بریده وي. په دې عملیاتو کې یوازې د مخالفينو یو څو مشران، مخصوصه سیمه یا یو بل هدف ټاکل شوی وي. ټول اورګانونه همدغه مخصوص هدف تعقیبوي  او کله چې هدف  ترلاسه شي نو سیمه پریږدي،ترې ځي اوځانونه بریالي ګڼي. خو په اصل کې بریالي نه وي کله چې له سیمې مخصوص هدف تر لاسه شي، باید په همدغه سیمه کې د پلان له مخې د خلکو د ذهن سازۍ، د ناوړه تبلیغاتو د شنډولو، د خلکو د هوساینې، ځوانانو ته د کاروبار موندلو او نورو برخو کې قوي پروګرامونه پلي شي او سیمهکې د دوښمن رواني او مادي تاثیر ته د پای ټکی کېښوول شي.تر عملیاتو وروسته د سیمې د خلکو له ځان سره ملګري کول، ګټو کې شریکول، ورته ثابتول چې حکومت د خلکو لپاره دی  او په رواني لحاظ د خلکو تر خپلې خوا ودرول حتمي او ضروري دي.که خلک له دولت سره په رواني لحاظ و نه دریږي، نو د قدرت او زور په وخت خو هر څوک د زورور تر خوا ولاړ وي، خو چې چانس ورته برابر شي مخالفت یې کوي.

درېیم – د بې ځایه شويو خلکو ستونزې:

داسې شوي چې تر عملیاتو وروسته ډیرو خلکو خپل کورونه پرې ایښي دي. خپل باثباته ژوند ترې پاتې شوی او له ګډوډۍ او بې ثباتۍ سره مخ شويدي. که دولت ورته کوم پروګرامونه جوړ کړي هم وي، بد بختانه په سمه طریقه پلي شوي نه دي  او د فساد له امله  فاسد شوي او د بې ځایه شويو وګړيو ستونزې هوارې شوې ندي. په دې لړ کې مونږ د کندوز، هلمند، روزګان، ننګرهار… مثالونه یاداوی شو، چې د عملیاتو د سیمې بې ځایه شوي خلک لا هم په کابل او خپلو سیمو کې سروهلي بروهلي ګرځي.

 

څلورم – ملکي خلکو ته تلفات اوښتل:

وسله وال مخالفين تل د ولسي وګړیو د وژنې له نامه ګټه پورته کوي. ددوی یو  جنګي تکتیک دا دی چې د خلکو په کورونو کې پټ شي او له دغو ځایونو څخه د سنګرونو کار واخلي. که ملي امنیتي اورګانونه پرې ډزې کوي نو کيدای شي چې ملکي وګړي پکې ژوبل شي چې همدا  نزاکت وسله والو ته ((ازاد لاس free hand)) ورکوي چې خپله وسله پر ملي امنیتي ځواکونو وکاروي او امنیتي اورګانونه چې د ولس د ساتنې تعهد هم لري، نشي کوای چې پر خپل دوښمن ازادانه بریدونه وکړي. که افغاني ملي امنیتي ځواکونه پر وسلوالو مخالفينو مقابل بریدونه وکړي او څوک پکې ووژل شي نو بیا وسله وال مخالفين له دې کاره  تبلیغاتي حربه جوړوي  او خلکو ته وايي چې وګوری امنیتي اورګانونو ملکي وګړي ووژل. په دې کار سره مخالفین، ملي امنیتي اورګانونه د خلکو په ذهن کې د ولس دښمن تداعي کوي.

پنځم- اکمالات او مرستندویه ځواکونو پر وخت نه رسيدل:

ځينو ځایونو کې لیدل شوي چې امنیتي اورګانونه له مخالفينو سره په جګړه کې ښکېل شوي خو ورته پر وخت اکمالات او مرستندوی ځواکونه ندي رسيدلي. له همدې امله يې مرکزونه سقوط شوي او هان خپله پکې وژل شويدي. د اکمالاتو او مرستندويه ځواکونو په برخه کې د ټولو امنیتي اورګانونو لپاره جدي پلانونه او ستراتيژۍ پکار دي.دوی باید د اکمالاتو په برخه کې سل په سله ډاډه و اوسي که نه رواني قدرت له لاسه ورکوي، مایوسۍ ته ځي او ډیرو وړو ستونزو ته هم تسلیمیږي. ملي امنیتي اورګانونو ته د نورو مرستندویه ځواکونو او اکمالاتو په برخو کې باید هر مهالې اماده ګي موجوده وي. په دې برخه کې یو شېبه ناغیړي، کوای شي چې لويې سیمې د دولت له ولکې وباسي.

شپږم- د عملیاتو نه تعقیبول:

همداشان ځيني امنيتي چارواکیو ته عملیات یوازې د چکر او سیل معنا لري. دوی له مرکز-کابل څخه  ولایتونو ته ولاړ  شي، په یو ډول او بل ډول عملیات ترسره کړي، نمایشي چارې وکوي او اعلان وکړي چې عملیات پای ته ورسیدل. لوړ پوړي چارواکي باید په سختو شرایطو کې له پوځيانو سره د مورال د لوړیدو په خاطر سنګرونه ته ولاړ شي او د هغوی د تشویق لپاره ځانګړې برنامې طرحه کړي. د مثال په ډول ، څه وخت مخکې چې د مخالفینو لخوا د لغمان د سقوط اوازې خپرې شوې، نژدې و چې لغمان د ځینو توطيو ښکار وګرځي خو د والي عبدالجبار نعيمي ، امنیې قوماندان او نورو امنیتي لوړپوړیو چارواکیو په سنګرونو کې فعال ګډون او جدي غبرګون وکوای شول، چې د لغمان د سقوط مخنیوی وکړي.ضروري ده چې عملیات او د عملیاتو اهداف تعقیب کړل شي. تر عملیاتو وروسته په سیمه کې څيړنې ترسره شي، پلټڼې ترسره شي، د خلکو او  مخالفينو د تړښت ټکي وموندل شي او د حل لارې ورته پیدا کړل شي. او د خلکو هغه ستونزې ورهوارې کړي چې د ځينو چټلو او خاینو چارواکیو له لاسه یې له دولت سره رامنځته شوې دي.

دا، او ځيني نور خنډونه شته چې عملیات یې بې تاثیره کړي او له بشري قربانۍ او مادي قربانۍ سره، سره هدفمنې او ګټورې پایلې نشي درلودای. هیله ده چې مسوولین به ورته جدي پاملرنه وکړي. (پای)

دا هم وګورئ

laghman1

د لغمان وروستي پرمختګونه

د لغمان وروستي پرمختګونه شپږ ورځې ، شپږ پروژې! زه درې کاله وړاندې لغمان ته …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com