کور پاڼه / راپورونه / ناوه کې وسلوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله  اوښتې ده
afghan army

ناوه کې وسلوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله  اوښتې ده

دهلمند ولایت سیمه ییزچارواکي‌وايي چې نن د ناوې دبیرته نیولو په  عملیاتو کې وسلوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او افغان ځواکونو په لس ګونو کیلومتره پرمختګ کړی .

د هلمند ولایت د چارواکو په خبره ناوې ولسوالۍ کې تېره ورځ سهار وختي د طالب جنګالیو پر ضد هوايي او ځمکني چاڼيز عملیات پېل شول چې تر دې دمه له لاسته راوړنو ډک او په بریالیتوب سره مخ پر وړاندې روان دي.
د عملیاتو مشري د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی کوي، چې د ګډو ځواکونو له لوري په څلور خواو کې تصفيوي عملیات دوام لري.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی  رسنیو  ته وویل په دې عملیاتو کې د ناوې ولسوالۍ شمالي او داخلي لوریو کې شاوخوا لس کیلومتره امنيتي ساحه پراخه شوې ده او ۱۳۰ کړۍ بیلابیل ډول ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د نوموړی په خبره د لومړنيو معلوماتو پر اساس د ميوند صفر څلور عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د شپږ مهمو قومندانانو په ګډون ۱۸ طالب جنګیالي  وژل شوي او ۱۵ تنه نور يې ټپیان شوي دي.
احمدزی په خبره  امنيتي ځواکونه د پلان مطابق په خورا ښه روحیه او مورال سره پر مخ روان دي، چې په سیمه کې د ولسونو پراخ ملاتړ هم ورسره ملګری دی.
د هغه پر وینا دغه پوځي عملیات به تر هغو دوام ولري چې ټوله ناوه د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه شي.
دی زیاتوي چې په دې عملیاتو کې څلور امنیتي سرتيري ټپیان شوي او يو سرتیری په شهید شوي دي

طالب ویاند قاری یوسف احمدي بیا د ناوی ولسوالۍ د نیوني او پرمختګ په اړه د ځاي چارواکو ادعاوي ناسمي بولي او زیاتوي چې د دوي هڅې يي په شاه تمبولي او درنه مرګ ژوبله يي وراړولي ده

دا هم وګورئ

blast

کابل کې موټر بم چاودنې ۲۴ تنه وژلي او ۴۲ نور يې ژوبلک کړي دي

نن سهار د ۷:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار شپږمې حوزې ته نږدې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com