کور پاڼه / راپورونه / لغمان : دلس میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې پيل شوې
park

لغمان : دلس میلیونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې پيل شوې

 دلغمان ولایت  د رسنیو  له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ددغه ولایت په مرکز سلطان غازي بابا ښارګوټي کي د یو پارک او دسرک غاړې ویالو او پياده روونو د جوړولو دوه پروژې پيل شوې.

دپارک پروژه چې  د سلطان غازي بابا په نوي ښار ګوټي کې يې  د جوړیدو چارې پیل شوې، د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې د شهر په (۶۹۷۸۷۷۳) میلیونه افغانیو مالي لګښت جوړیږي.

دغه پارک د ښار په دریمه ناحیه کې په (۲۳۰۴۰) متر مربع ځمکه کې جوړیږي چې شنې ساحې،د اوبو رسونې سیستم،تفریحي ځایونه او د کورنیو لپاره ځانګړي سیاحتې ساحې،پارک او ګڼ شمیر نورې اسانتیاوې به ولري چې په جوړیدو سره به یې ښار ځانګړې ښکلا پیدا کړې او په دې سره به د دولت عواید هم زیات شي.

لغمان والي د پارک د ودانیزو چارو دپيل پرمهال ددغه ولایت ولسونو ته مبارکي ورکړه او د دغه پارک جوړیدل یې د ښاري ودې،رغونې او ښکلا په برخو کې یو ځانګړي نوښت او پرمختګ یاد کړ، نوموړي وویل چې د ښار د پراختیا لپاره ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې په پرلپسې توګه به یې پلي کړي.

لغمان والي له مرستندویه ټولنو څخه مننه وکړه چې د ولایت د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې ځانګړي همکاري کوي، په ځانګړې توګه له شهر یې مننه وکړه چې خپلې مرستې او همکارۍ یې پراخه کړې دي.

همداشان لغمان والي زیاته کړه چې د ملي پارک د جوړیدو لپاره هم اساسي تلاشونه روان دي، د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې په سلطان غازي بابا ښار ګوټي کې د ښاروالۍ د پارک په ګډون د څو مهمو پروژو کارونه پیل شول.

هغه پروژې چې نن يې کارونه پيل شول دوهمه يې د (۳۱۹۹۴۸۳) میلیونو  افغانیو په ارزښت د یو شمیر لښتیو او پیاده رونو د جوړیدو پروژه وه چې په تطبیق سره به يې دښارې ښکلا ترڅنګ دخلکو ګڼې ستونزې  حل کړي.

دا هم وګورئ

blast

کابل کې موټر بم چاودنې ۲۴ تنه وژلي او ۴۲ نور يې ژوبلک کړي دي

نن سهار د ۷:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار شپږمې حوزې ته نږدې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com