کور پاڼه / خبرونه /  له دې وروسته به افغان سرتیرې په هند کې تداوي کیږي
indean hospetal

 له دې وروسته به افغان سرتیرې په هند کې تداوي کیږي

 هند د افغانستان له کورنیو چارو وزارت سره موافقه کړې چې په جګړه کې ټپي شوي افغان پولیس به د هند په روغتونونو کې تداوي کوي.

د دې موافقې پر اساس ټاکل شوې ده چې افغان سرتېري د هند په یوه ښه روغتون کې تداوي شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هند (مترو) روغتون به، چې د هندوستان یو ستر روغتون دی، افغان سرتېري درمل کوي.

په وروستیو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی هند ته تللی و او په دې اړه یې له هندی چارواکو سره خبرې کړې وې

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com