کور پاڼه / راپورونه / هیواد په بیلابیلو سیموکې ۸۹ وسلوال وژل شوي دي
images

هیواد په بیلابیلو سیموکې ۸۹ وسلوال وژل شوي دي

د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي چي ځواکونو يې  دعملیاتو  او بریدونو پرمهال دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوه داعش قوماندانانو په ګډون ۸۹تنه ددولت وسلوال مخالفین وژلې  او  ۲۶ نور يې شدید  ټپیان  او د داعشیانو د یو  قوماندان  په ګډون يې   ۹ تنه وسلوال ژوندي نیولي.

دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لغمان،  کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا، خوست   غزني، لوګر، ارزګان، کندز، فاریاب، تخار ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د  هلمند ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې ۴۲ تنه وسلوال وژل شوي  او د وسلوالو  ۱۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د غزني ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې ۱۹ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي ، ۹ تنه ټپیان ، ۵ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

د ارزګان ولایت  مرکز  ترینکوټ کې دافغان ځواکونو لخو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې  ۷ تنه ددولت سختدریځه وسلوال مخالفین  وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکلونه يې له منځه وړل شوي دي او د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په یو برید کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي او د داعشیانو یو تن قوماندان  مولوی عبدالوهاب له ۴ تنو بهرني ترهګرو سره ژوندی  نیول شوی دی .

خبرپاڼه زیاتو چې په یادو  عملیاتو کې د فاریاب ولایت د کوهستان په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال له منځه وړل شوي او ۳ تنه ټپیان ، د بدخشان ولایت د ارګو په ولسوالۍ کې ۳ تنه  وسلوال مخالفین ر وژل شوي ، یو تن ټپي او ۴ تنه نیول شوي ، دننګرهار ولایت د بتی کوټ په ولسوالۍ کې ۳ تنه  مخالفین وژل شوي او ۴ تنه ټپیان ، د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالۍ کې ۳ تنه مخالفین وژل شوي او ۲ تنه ټپیان ، د پکتیکا ولایت د وازه خواه او د کندز ولایت په مرکز کې ۴ تنه ددولت وسلوال مخالفین  له منځه وړل شوي او یو تن ټپي شوی دی .

دا هم وګورئ

blast

کابل کې موټر بم چاودنې ۲۴ تنه وژلي او ۴۲ نور يې ژوبلک کړي دي

نن سهار د ۷:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار شپږمې حوزې ته نږدې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com