کور پاڼه / خبرونه / لغمان کې دپولیسو له کورنیو سره  ۲۰ میلونه افغانۍ مرسته و شوه
police

لغمان کې دپولیسو له کورنیو سره  ۲۰ میلونه افغانۍ مرسته و شوه

دلغمان ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې  نن په دغه ولایت کې د شهیدو او زخمې پولیسو له ۱۰۲ کورنیو سره د کور جوړولو په موخه نغدې مرسته وشوه.

دغه مرسته چې نن ورته د لغمان والي عبدالجبار نعیمي ،امنیه قوماندان ، دملي امنیت رئیس او مشرانو په لاسونو وویشل شوه دهرې کورنۍ لپاره  پکې دوه سوه زره  افغانۍ په پام کې نیول شوې وي چې رسماً یادو کورنیو ته وویشل شوې.

لغمان والي دمرستې د ویش پرمهال وویل:   شوې ۲۰ میلیونه او څلوره سوه زره افغانۍ نقدي مرسته د دولت د همکارۍ هغه ژمنتیا په ډاګه کوي چې د خپل امنیتي او دفاعي ځواک د ژوند او قربانیو د درناوي او ملاتړ په خاطر یې لري. نوموړي وویل چې دولت د خپل امنیتي او دفاعي ځواک د ژوند او کورنۍ د ملاتړ لپاره ځانګړي پروګرامونه او پلانونه لري چې یو پربل پسې به پلي شي.

لغمان والي د امنیتي ځواکونو د اتلولیو او خدمت درناوی او ستاینه وکړه، د دوی میړانه او خدمت یې نه هیریدونکی وبللو د هېواد پر ټولو ملي سوداګرو یې غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو او زخمیانو سره ځانګړې مرستې او همکارۍ وکړي.

د پولیسو د لیکو د شهیدانو او معلولینو د کورنیو استازو هم خبرې وکړې له لغمان ولایتي ادارې یې د دغه مرستې او همکارۍ په خاطر ځانګړې مننه وکړه.

لغمان والي دا هم وویل چې هغه افسران او سربازان به تقدير کړي چې د دغه ولایت د امنیت ساتنې په برخه کې لاسته راوړنې ولري، د ولایت په کچه یې د ټولو امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو سربازانو او افسرانو ته ډاډ ورکړ چې د ملاتړ،تشویق او ژوند لپاره به یې شپه او ورځ کار وکړي.

دا هم وګورئ

truck

په کابل ښار کې د زنبق څلور لارې په شان برید مخه ونیول شوه

ملي احساس –  د افغانستان د ملي امنیت ادارې په پلازمېنه کابل کې د یوې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com