کور پاڼه / روغتیا / دغه عامه او وړیا پاڼه د شکرې ناروغۍ کنټرولوي
pana

دغه عامه او وړیا پاڼه د شکرې ناروغۍ کنټرولوي

شکرې ناروغۍ اوس د نړۍ یو له تر ټولو عامو ناروغیو شمېرل کېږي چې وخت تېرېدو سره د انسان د بدن یو شمېر غړي هم له منځه وړي.

په دغې ناروغۍ اخته کسان دغې ناروغۍ کنټرولولو لپاره باید له خپلو خوړو سره ډېر احتیاط وکړي خو بیا هم د دغې ناروغۍ کنټرولول ناشونی ښکاري.

خو یوه نوې طریقه چې پخواني چینايي درملو کې ډېر  کارول شوې کولای شي د شکرې ناروغانو سره د دغې ناروغۍ په کنټرولولو کې د پام وړ مرسته وکړي.

د یوې روغتیايي څېړنې پر بنسټ د ام د ونې پاڼې چې هر ځای په وړیا ډول ترلاسه کېدای شي په ځانگړي ډول چې تازه وي او شیره ولري له سلگونو کلونو راهیسې د ساه بندۍ او شکرې ناروغۍ درملنې لپاره کارول کېږي.

د ام د ونې پاڼې ټول هغه د اړتیا وړ وېټامینونه او غذايي مواد لري چې د شکرې ناروغانو ته د دغې ناروغۍ کنټرولول اسانه کولای شي.

د دغې روغتیايي څېړنې پر بنسټ دغو پاڼو کې شته شیره د انسولین جوړول او بدن کې د گلوکوز ویش غوره کوي او له دې سره د بدن د قندي موادو کچه په اغېزناکه توگه کنټرولوي.

دغه پاڼې پېسټین، وېټامین سي او فایبر  روغتیايي موادو چې د وینې مضر کولېسټرول هم کموي غوره منبع گڼل کېږي.

سربېره پر دې دغو پاڼو کې شته گټور مواد د شکرې ناروغۍ نښې چې ناروغانو له جدي ستونزو سره مخوي هم په له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.

څېړنې کې همداراز ویل شوي چې حتی هغو کسانو لپاره چې د شکرې ناروغۍ هم نه لري د دغې پاڼې کارول گټور دی. دغه پاڼې په ډېره اندازه انټي اکسېډنټ لري چې بدن څخه د زهرجنو موادو خارجولو او حساسیت څخه خوندي کولو کې مرسته کوي.

۲۰۱۰ کې پر څارویو ترسره شوې څېړنې کې ویل شوی و چې د ام شیره د خوړو نل کې د گلوکوز د جذبېدو اندازې کمولو سره په وینه کې د قندي موادو اندازه کموي.

د دغو پاڼو کارولو لپاره ۱۰ څخه تر ۱۵ پاڼې اوبو کې وایشوئ او ټوله شپه يي پرېږدئ. دغه اوبه سهار وختي په خالي خېټه وڅښئ.

دوو یا دریو میاشتو لپاره دغه طریقه خپلولو سره د شکرې ناروغۍ کې د پام وړ کمی تر سترگو کېدای شي.

دا هم وګورئ

anar

په انار کې نغښتي طبي رازونه

انار يو حيرانونکی اکسير دی، له دانو سره سره ټولې برخې يې طبي ګټې لري، …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.