کور پاڼه / روغتیا / اسپرین د ښځو د رحم د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي
aspren

اسپرین د ښځو د رحم د سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي

 د زړه د ناروغیو د مخنیوي او اسپرین د ارتباط په اړه پخوا ډېرې څېړنې شوي خو په امریکا کې یوه تازه څېړنه وايي چې د اسپرینو خوراک د سینو او رحم د سرطان له مخنیوي سره زیاته مرسته کوي.

د میډیکل نیوز طبي ژورنال د راپور له مخې د امریکا د روعتیا د ملي انستیتیوت (Journal of the National Cancer Institute) د څېړنو پایلې ښيي، هغه ښځې چې هره ورځ په ټیټه پیمانه یا لږ ډوز اسپرین خوري، تر نورو د رحم یا زیلان په سرطان په سلو کې ۲۰ لږ اخته کېږي.

 د څېړونکو په وینا، که د رحم سرطان ژر تشخیص شي، تداوي کېدای شي. خو له دې سره سره په لومړیو پړاوونو کې د دې ناروغۍ تشخیص اساسي ستونزه ده.

د نس په لاندینۍ برخه کې درد او د باد احساس د ښځو د رحم یا زیلان د سرطان نښې دي. خو څرنګه چې د پوښتورګي او هاضمه جهاز په شان د نورو ناروغیو نښې هم دې ته ورته دي، اکثره وخت د زیلان سرطان په موقع او ژر نه پېژندل کېږي..

دا هم وګورئ

eat

دا اوه خواړه که په نامناسب وخت کې وخوړل شي نو زموږ روغتيا ته زيان رسوي

 په ځانګړو وختونو کې د ځينې خوړو خوړل د بدن لپاره خورا مهم دي. کله …

ځواب دلته پرېږدئ