کور پاڼه / ځانګړي مطالب / پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي
download

پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي

د پاکستان دولت په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي او کله یې هم په تاریخ کې د دغه هیود د بي ثابته کولو لپاره هڅه نه ده کړي.

دغه ټکی د پآکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په یوه وینا کې چې د محمد اشرف غني له ویناوو وروسته خپور شوی، راغلي.

افغان ولسمشر په دې ورستیو کې یو ځل بیا له ترهګرو سره په جګړه کې له پاکستان سره په ګډ کار ټینګار  کړی وو.

خواجه آصف په داسي حال کې د افغانسان  د ثبات په اړه خبري کوي چې د هیواد  د بهرنیو چارو وزارت یي اسلام آباد ته د یوه امریکایي پلاوی له ورتګ سره مخالفت کړی وو.

ټاکل شوي وه چې دغه پلاوی له پاکستان سره د افغانستان د ثبات او هغو عملیاتو په اړه خبري کړي وای چې د پولو په اوږدو کې د ترهګرو پر ضد باید تر سره شي.

خو خواجه آصف وايي چې دوي او افغانستان په ګډه خپلي ستونزي هوارولای شي او د دغو دوو ورونو هیوادونو تر منځ دریم کس ځای نه لري.

پاکستان هغه هیواد دی چې له لسیزو راهیسي د افغانستان په چارو کې په مداخلي او د حاکمو نظامونو د تضعیت او افغانانو په ډل وژنه تورن دی او لا هم کابل د دغه هیواد ته د یوه دښمن هیواد په سترګه ګوري.

 

دا هم وګورئ

indean

  بهارتي  او کاینات په ښکلا کې سارى نه لري

د هندي فلمونو د پخوانۍ مشهورې ستورې ديويا بهارتي خور کاينات اروړا انځورونه په ټولنيزو …

ځواب دلته پرېږدئ