کور پاڼه / لوبي / شاهد افریدي کرکیټ سیالیو لپاره کابل ته راځي
afridi

شاهد افریدي کرکیټ سیالیو لپاره کابل ته راځي

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې  لوبغاړی شاهد خان افریدی د افغانستان په ۵ پړاو شپږیزې سوداګریز لیګ کې د لوبېدو رسمي پرېکړه وکړه.

نوموړی به راتلونکې میاشت کې په ۵ پړاو شپږیزه کې د لوبېدو په موخه د لومړي ځل له‌پاره افغانستان ته راشي.

ټاکل شوې وه، د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پاکستانی کرېکټ بورډ د مینه‌والو په شتون کې شاهد افریدی، یونس خان او مصباح الحق سره په رسمي توګه د نړۍ د غوره لوبډلې خلاف په لاهور کې د رسمي سیالۍ په لوبول سره له دوی سره رسمي مخه ښه وکړي؛ خو ویل کېږي؛ شاهد افریدي او یونس خان د پاکستان کرېکټ بورډ دغه وړاندیز نه دی منلی.

افریدي په خپره شوې بیانیه کې زیاته کړې ده، د رسمي مخه ښې پروګرام ورته دومره اهمیت نه لري؛ خو په دې خوشحاله دی، چې د ده په هلو ځلو به مصباح الحق او یونس خان سره رسمي مخه ښه وشي.

شاهد افریدی، د افغانستان ترڅنګ په نړیواله کچه هم شهرت او مینه‌وال لري؛ د لومړي ځل له‌پاره د سیالیو په موخه افغانستان ته راځي.

ویل کېږي دغه مشهور کرېکټ لوبغاړی به د سپټمبر په ۱۱مه نېټه پیلیدونکو افغان سوداګریزو شپږیزه لیګ سیالیو کې د سپین غر پړانګان لوبډلې په ګټه ولوبیږي.

افریدي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د سولې پیغام سره د افغانستان په سوداګریزو شپږیزه لیګ سیالیو کې ګډون کوي.

د نوموړي په وینا، د کرېکټ له لاری سولې ته کار کوي او یادونه یې کړې ده، چې د نوموړي پېژندګلوي پاکستان دی او د نړۍ هرګوډ ته چې سفر کوي؛ د پاکستان استازیتوب کوي.

د افغانستان ۵ پړاو شپږیزې له‌پاره که څه هم زیاتره افغان کرېکټ مینه‌وال کابل ته د شاهد افریدي په را تګ خوشحاله دي؛ خو بل خوا بیا زیات شمېر پاکستانیو کابل ته د راتګ په اړه د شاهد افریدي پرېکړه غندلې ده.

پاکستاني مینه‌والو شاهد افریدي تورن کړ، چې د پاکستان په فکر کې نه بلکې د پیسو په فکر کې دی او داسې یو هېواد ته د سیالیو له‌پاره ځي، چې پاکستان ته د هندوستان په لارښوونه د سیالیو له‌پاره له ورتګ انکار کوي او دغه راز په دوی بېلابېل تورونه هم لګوي.

دا هم وګورئ

nabe

د بنګلدېش لوبو لپآره  محمد نبي دکپتان نومول شوی

 افغان کرکټ بورد دیوه خبرله مخې چې د بنګلدېش په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړی …

ځواب دلته پرېږدئ