کور پاڼه / راپورونه / لغمان والي : هېواد ته ژمن او خدمتګار مامورین باید تقدیر شي
R3

لغمان والي : هېواد ته ژمن او خدمتګار مامورین باید تقدیر شي

دغه ټکی لغمان والي په هغه ځانګړې غونډه کې څرګند کړ چې د ولایت مقام د دفتر رئیس استاد تورګل عرفان د څلوښت کلن خدمت د ستاینې او درناوي په موخه رابلل شوې وه، نوموړی نن د ولایت مقام له رهبري،رئیسانو او خلکو سره خدای پاماني وکړه او تقاعد شو.

لغمان والي وویل چې د نظام ټول هغه مامورین چې په وطن دوستۍ،صداقت او ملي ژمنتیا سره دې خاورې او ولس ته خدمت کوي،شپه او ورځ د خپل نظام د پیاوړتیا او دولتي حاکمیت د ټینګښت لپاره کار کوي او راتلونکو نسلونو ته د ابادۍ او هوساینې ډبرې ایږدې باید تقدیر او وستایل شي.

لغمان والي د استاد تورګل عرفان د څلوښت کلن خدمت تقدیر او درناوی وکړ او نوموړی یې د هېواد یو داسې خدمتګار یاد کړ چې پوره څلوښت کاله یې په بېلابېلو برخو کې دې خاورې او ولس ته خدمت وکړ او د عمر زیاته برخه یې په همدې لاره کې تیره کړه.

لغمان والي دا هم وویل چې استاد تورګل عرفان د ولایت مقام د دفتر رئیس په توګه په غوره توګه خپله دنده سرته ورسوله، له مرکز،ولایتي ادارو او  خلکو سره یې خپلې اړیکې په ښه توګه وپاللې.پر همدې بنسټ یې نوموړي ته دریمه درجه تقدیرنامه هم ورکړ.

استاد تورګل عرفان د ولایت له رهبري،رئیسانو او ټولو ولسونو مننه وکړه چې د ده د خدمت درناوی یې وکړ، نوموړي لغمان والي یو داسې مشر یاد کړ چې په غوره توګه د ادارې مدیریت او رهبري کوي او همیشه پر خپلو مامورینو شفقت کوي، همداشان نوموړي زیاته کړه چې د لغمان والي تر مدیریت لاندې یې د خپل ماموریت په موده کې ډیر درسونه او تجربې ترلاسه کړې چې همیشه به یې یادوي.

د غونډې ټولو برخوالو په خپل وار سره د دفتر رئیس د خدمت او کړنو درناوی وکړ او نوموړي ته یې په پاتې ژوند کې د لازیاتو بریاوو او نیکمرغۍ دعا وکړه.

دا هم وګورئ

char

مسؤلین: غزنې کې به ژر حالت عادي شي

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي دغزني ښار د تصفیې لپاره له نورو …

ځواب دلته پرېږدئ

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com