کور پاڼه / روغتیا / داسې هم شته چې زړونه زاړه وي

داسې هم شته چې زړونه زاړه وي

په بریتانیا کې یوې څېړنې وښودله چې په هرو سلو سړو کې د ۱۰ تنو زړونه، چې عمرونه یې ۵۰ کلونو ته رسېدلي، تر خپل عمر ۱۰ کاله زاړه دي.

د دې څېړنې پر اساس د دغو کسانو په هرو لسو کې یو تن د زړه د ناروغۍ یا سکتې له خطر سره مخامخ دی.

د بریتانیا د عامې روغتیا څېړنیزې موسسې د یو ملیون او ۲لکه تنو د زړونو له ازموینې او معاینې وروسته دا نتیحه ترلاسه کړې ده.

د دغو ۱۲۰۰۰۰۰ تنو په منځ کې د ۳۳ زره تنو عمرونه ۵۰ کالو ته رسېدلي وو.

دا روغتیايي موسسه اټکل کوي چې یوازې په روان سپټمبر کې به ۷ زره ۴۰۰ تنه د زړه د حملې په اثر مړه شي.

د بریتانیا په شمول په پرمختللیو هیوادونو کې، چې د اکثرو ناروغیو مخه نیول شوې یا په اسانه نیول کېږي، د زړه ناروغۍ د نارینه وو د مړینې لومړنی علت ګڼل کېږي؛ یعني تر بلې هرې ناروغۍ زیات نارینه د زړه په ناروغۍ مري خو د ښځو د مړینې دوهم لوی علت قلبي ناروغۍ ګڼل کېږي.

په اکثرو مواردو کې د زړه د ناروغیو په علت د مړینو مخه نیول کېدای شي. خو شرط دا دی چې خپل فشار او کلسترول تل معاینه او کنټرول کړئ.

 

دا هم وګورئ

eat

دا اوه خواړه که په نامناسب وخت کې وخوړل شي نو زموږ روغتيا ته زيان رسوي

 په ځانګړو وختونو کې د ځينې خوړو خوړل د بدن لپاره خورا مهم دي. کله …

ځواب دلته پرېږدئ