کور پاڼه / لوبي / افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې هند کي بریا تر لاسه کړه
۱۹

افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې هند کي بریا تر لاسه کړه

د افغانستان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۷ کال “سوبرتوکپ” فوټبال سیالیو کې د بریا په خپلولو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې کوربه چندي‌ګړ لوبډلې ته نن د یوې په زړه پورې لوبې وروسته په پنلټي شوټونو کې ۵ د ۴ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه.

په‌دې سیالیو کې د افغانستان او بنګله دیشۍ لوبډلو په شمول ټولټال ۳۲ هندۍ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په ۸ ګروپونو کې یې لوبې ترسره کړي.

د ورکړل شویو معلوماتوله مخې، د افغانستان او چندي ګړ فوټبال لوبډلو ترمینځ سیالۍ د پرله پسې هڅو سره ـ سره په لومړۍ او دویمه نیمایي کې په مساوي توګه پای ته ورسیده چې اخر هم د لوبې پایله پنلټي شوټونو ته ووته.

په پنلټي شوټونو کې دواړو لوبډلو لومړی دوه، دوه ګولونو ترسره کړل، خو افغان ګول ساتوونکي د هندۍ لوبډلی دریم ګول را ایساره کړ او او افغان لوبډلې خپل ۵ واړه ګولونه ترسره کړل.

ددې وړاندې افغان لوبدلې په پنلټي شوټونو کې د میزورام لوبډلې خلاف هم بریا خپله کړې وه او پای لوبې ته رسیدلې وه.

دغه جام افغان لوبډلې د هندوستان اسام ۱۴ کلنې فوټبال لوبډلې خلاف ۳ د ۱ ګول په وړاندې بریا سره پیل کړی وو.

په دویمه لوبه کې یې د ریلاینس فاونډیشن ښوونځي لوبډله یې ۴ د ۱ ګول په وړاندې ماته کړې وه او وروستۍ لیګ لوبه کې یې د (سې) فوټبال لوبډله ۱ د ۰ ګول په وړاندې ماته کړې وه.

دغه راز یي د نیمه پای لوبې وړاندی په کوارټرفاینل لوبه کې د بنګله دیشۍ (بي، کی، ایس، پي) ۱۴ کلنه لوبډله له ماتې سره مخ کړه او بیا نیمه پای لوبو ته رسیدلې وه.

دهندوستان په کوربتوب د سږ کال په سوبرتوجام کې د افغانستان څخه یواځې ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې برخه اخیستې ده چې پکې۳۲ لوبډلې په ۸ ګروپونو کې لوبې ترسره کړې او افغان ۱۴ کلنه لوبډله به داتلولۍ جام سره هیواد ته راستنه شي.

څو میاشتې وړاندې د افغانستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان په کوربتوب د مرکزي اسیا فوټبال ټورنامنټ کې هم د اتلولۍ جام وګاټه، خو د افغانستان فوټبال ملي لوبډله چې ورسره زیاتره اروپا میشته لوبغاړي هم ملګري دي په وروستۍ یوه اونۍ کې د عمان او اردن په وړاندې له سختو ماتو سره مخ شو.

دا هم وګورئ

lobe

مس عینک اتلانو په ۲ ویکټونو دکابل بازانو وزرې وویستې 

  د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ د سیالیو په دوام کې نن مس عینک …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.