کور پاڼه / خبرونه / جمهور رئیس محمد اشرف غني د مهترلام ښاروالۍ او د ولایتي ادارې د فعالیتونو مننه وکړه.
mehtarlam

جمهور رئیس محمد اشرف غني د مهترلام ښاروالۍ او د ولایتي ادارې د فعالیتونو مننه وکړه.

نوموړي نن د ښاري پراختیا د عالي شورا په غونډه کې وویل: په مهترلام ښار کې د ولایتي ادارې او مهترلام ښاروالۍ له لوري شوي نوښتونه دې په نورو ولایتونو کې هم وشي.

هغه په ښارونو کې د ادرسونو تثبیت مهم وباله او همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د ښارونو پلاني ساحې دې مشخصې شي.

په یاده غونډه کې مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي د لغمان د مهترلام انکشافي طرحه غونډې ته وړاندې کړه. هغه د ښې حکومتولۍ، عوایدو، مالي مدیریت، د خدماتو د وړاندې کولو، د ځمکې د غصب د مخنیوي، شفافیت، د کنټرول او نظارت سیستم د عصري کولو او د ښاروالۍ تصمیمونو کې د وطنوالو د ونډې په برخو کې د یادې ښاروالۍ د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي په مهترلام ښار کې د کانالیزاسیون نشتوالی، د څښاک د صحي اوبو نشتوالی، د زیربنایي پروژو د تطبیق په خاطر د بودیجې نشتوالی او د نقلیه وسایطو کمبود د مهترلام ښاروالۍ عمده ستونزې یادې کړې او وړاندیز یې وکړ چې د ځمکو د غصب مخنیوی دې وشي او د ښاري خدماتو د ښه والي او د لویو زیربنایي پروژو د تطبیق په خاطر دې بودیجه په پام کې ونیول شي.

د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، په لغمان ولایت کې منظم ښاري زراعت یوه لاسته راوړنه ده چې په نورو ولایتونو کې د الګو په توګه ورڅخه استفاده کېدلی شي.

د اوبو رسولو شرکت عمومي رئیس انجنیر یلاني وویل، د اوبو رسولو سیستم د ایجاد په خاطر په مهترلام ښار کې سروې او ډیزاین ترسره شوی دی، مالي منابع یې موجودې دي او په اړه یې اقدام کېږي.

جمهور رئیس وویل: کومې ښاروالۍ چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې کوښښ کوي او دولت ته یې ورګرځوي، مالیې وزارت به ورته تشویقي بودیجه په پام کې ونیسي.

ورپسې د ښار جوړولو وزارت د نظارت او مراقبت رئیس سیدنسیم خلیق د عامه او دولتي پروژو مدیریتي طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ.

هغه وویل: دا طرزالعمل د ښار جوړولو وزارت د اجراتو او فعالیتونو د تنظیم مقررې د ۱۳ مادې مطابق په ۴ څپرکو او ۱۳ مادو کې تنظیم شویدی.

۱۶ / ۶ / ۱۳۹۶

د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …

ځواب دلته پرېږدئ