کور پاڼه / لیکنې / د عطا تالاشي
attaa nooorr

د عطا تالاشي

موږ له کابله د فلای دوبۍ په الوتکه کې له کابله دوبۍ ته پرواز درلود. الوتکه کې ناست وو چې عطا محمد نور او ورسره يو بل کس چې لنډه ږيره يې وه راوختل يو بکس هم ورسره و.
د دوی د راختلو سره وضعيت متشنج غوندې و. دوی چې کېناستل پيلوټ له الوتنې انکار وکړ. له دوی وغوښتل شول چې له الوتکې کوز شي خو عطامحمد نور او ملګري يې انکار وکړ. لږ وخت چې تېر شو، دوه امريکايان چې غالبا د استخباراتو مامورين وو او مسلح وو په ډېره غوسه الوتکې ته د عطا محمد نور پسې ورغلل. په کنځاو کنځاو يې ورته په غوسه امر وکړ، چې بکس دې هم واخلي او کوز دی شي. عطا او ملګری په بېړه کوز شول. يو امريکايي ترې مخکې او بل ورپسې ول. موږ ټول وروسته کوز او بيا مو تالاشي واخيستل شوه. له دوی هم تالاشي واخيستل شوه او ډېر خړ او خجالته الوتکې ته راوختل. داسې ښکاری چې عطا او ملګری يې بې له تالاشي الوتکې ته ختلي وو.

 

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …