کور پاڼه / خبرونه / د ننګرهار امنیتي چارواکي : په هسکه  مېنه کې ۲۵ داعشیان  ته مرګ ژوبله واوښته.
is is

د ننګرهار امنیتي چارواکي : په هسکه  مېنه کې ۲۵ داعشیان  ته مرګ ژوبله واوښته.

دننګرهار ولایت  امنیتي مسؤلین  وايي چې دهسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې (۲۵) داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ددوی  په وینا  د هسکی مینی ولسوالۍ اړوند کم پاپین، لوی پاپین، ګاګره، لنګری کنډو، شغال او میابابا غونډی په ساحو کی دبهرنیو ځواکونو دهوایی او ځمکنی بریدونو په ترڅ کی (۱۸) داعش وسله وال وژل شوی او (۷) نور یی ټپی شوی دی.

دمعلوماتو له مخی په ترسره شوو بریدونو کی دهغوی یو میل هاون ، یو میل دهشکه او یو اندازه سپکه وسله او مهمات هم تخریب او له منځه وړل شوی .

همدغه رازـ دننګرهار ولایت خوګیانو ولسوالی په مربوطاتو کی دلاسی بم په چاودنه کی یو وسله وال طالب وژل شوی او یو بل یی ټپی شوی دی .

دخوګیانو ولسوالی دبربهارمیاګانو چینو په سیمه کی په وسله والو طالبانولاسی بم چاودنه کړی چی په ترڅ کی درومل په نوم یو وسله وال طالب وژل شوی او د ربانی په نوم یو بل یی سخت ټپی شوی دی.

خو تر اوسه دولت ضد وسله والو په دي اړه څه نه دي ويلي

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …

ځواب دلته پرېږدئ