کور پاڼه / خبرونه / کابل: ددوه کورنیوترمنځ شخړه د ۷ تنو په مرګ ژوبله تمامه شوه
kabul

کابل: ددوه کورنیوترمنځ شخړه د ۷ تنو په مرګ ژوبله تمامه شوه

په کابل کې د دوو کورنیو په شخړه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله پېښه شوه

  په پلازمېنه کابل کې د دوو کورنیو ترمنځ په وسله واله نښته کې ۷ تنه مړه او ژوبل شول.

پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې ۲ تنه نیولي دي.

د کابل له جنايیي جرمونو سره د مبارزې څانګه وايي، د کابل په شپاړسمه امنیتي حوزه کې د یوې کورنۍ دوو غړیو د بلې کورنۍ پر غړیو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۳ تنه ځای پر ځای ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول.

حمله کوونکي له ډزو وروسته وتښتېدل خو د پولیسو په هلو ځلو اصلي مجرمان ونیول شول.

له یو شمېر ښاریانو سره د غیرقانوني وسلو شتون په ښار کې دا ډول جنایتونه زیات کړي دي.

لس ورځې وړاندې   د کابل ښار په یوه هوټل کې د واده په مهال د شخړې په نتیجه کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول.

له دې راز پېښو څخه د کابل ښاریانو تشویش پرون هغه مهال لا زیات شو چې د نظار شورا غړي د خپل وژل شوي قوماندان د شپاړسم تلین په مناسبت له اتومات وسلو او چاړو سره ښار ته راووتل او بې هدفه ډزې یې وکړې.

کابل ښاریان له ټولو خپلسرو څخه د وسلو د ټولولو غوښتنه کوي.

 

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …