کور پاڼه / خبرونه / د کنړ پرسیند د یو ستر ډیم سروې پيلیږي
konarrever

د کنړ پرسیند د یو ستر ډیم سروې پيلیږي

پر کونړ سیند به د ۱۱۰۰ میګاواټه لرونکي برېښنا بند سروې ډېر ژر د چین هېواد له لوري پیل شي.

د کونړ والي واحیدالله کلیمزی وایي، چې چین هېواد ته په سفر کې یې د یاد هېواد د برېښنا سکټور له چارواکو سره خبرې شوي او یاد هېواد به ډېر ژر په کونړ کې د ۱۱۰۰۰ میګاواټه په ظرفیت د جوړیدونکي برېښنا بند سروې پیل کړي.
د کونړ امنېتي چارواکو په خبره، که څه هم د پاکستان څارګره شبکه پر کونړ سیند د برېښنا بندونو د جوړیدو مخنېوي لپاره هلې ځلې کوي ؛خو دې چارې ته به یې پرېنږدي.

کونړیان هم له مرکزي حکومته غواړي چې هر څومره ژر کیدلای شي په کونړ کې دې پر لوی برېښنا کار پیل کړي.

کونړی سیند،
څپانده څپې او د مستۍ شور یې.
پر دې سیند چین هېواد د برېښنا بند د جوړیدو لپاره په نږدې راتلونکي کې سروې کوي چې د ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.
د کونړ والي واحید الله کلمیزي چین هېواد ته تېره میاشت سفر کړی و چې هلته ورسره چینایي چارواکو یادې ژمنې کړي.

واحیدالله کلیمزی  د کونړ والي خبریال ډاټ کام ته وویل :

(( چیناي حکومت دي ته ژمن دي چې د شپږو میاشتو په موده کې به په کونړ ولایت کې په دریو نقطو د کونړ په سیند د بندو د جوړیدو په مطالعه کا له هغې وروسته به سروي ترسره کوي علاوه له دي ولسمشر هم موږ ته اتمنان راکړي د دولت له بودیجې نه هم يو مبغ ځانګړي شوي ترڅو پرته له مرستندويانو هم د افغانستان په بودیجه په دغه بندونو کار پیل شروع شي ))

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت په وینا، د پاکستان څارګره شبکه تل د کوي چې پر کونړ سیند د لوی برېښنا بند مخه ونېسي ؛خو بشپړ امنېتي تدابیر لري او دې موخې ته به یې پرېنږدي.

کونړیان سترګې په لاره دې چې په دغه ولایت کې څومره ژر چې کیدلای شي د لوی برېښنا بند جوړیدو چارې پیل شي

د کونړ دا سیند په ننګرهار کې د کابل له هغې سره یو ځای کېږي او بیا پاکستان هېواد ترې په خپل هېواد کې لویه ګټه پورته کړې او برېښنا بندونه یې پرې جوړ کړي ؛خو اوس به ولیدل شي چې افغان حکومت پر دې سیند د برېښنا بند جوړیدو لپاره څومره ژمن پاتې کېږي

 

دا هم وګورئ

shawli

 شاه ولي کوټ کې د څلور قومندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي

د کندهار سیمه ایزه امنیتي چارواکي وايي  د شاولي کوټ ولسوالۍ د هوايي عملياتو په …