کور پاڼه / خبرونه / طالبانو فراه  ولایت کې ۴۴۵ پسونه غلا کړي
animal

طالبانو فراه  ولایت کې ۴۴۵ پسونه غلا کړي

د فراه امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر ګلبهار مجاهد وايي چې پرون سهار طالبانو څلور سوه پنځه څلوېښت پسونه د دغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې راټول اوځان سره یې وړي.

د پولیسو د قومندانۍ د امنیت مشر ګلبهار مجاهد وایي طالبانو پرون سهار د فراه ولایت خاک سفید ولسوالۍ کې له څړځای څخه د ملکي خلکو کابو څلور سوه پنځه څلویښت پسونه له ځان سره وړي.

نوموړي زیاته کړې چې په دې برخه کې دامنیتي ځواکونوعملیات پیل شوي، څودغه پسونه ددوی اصلي خاوندانوته بیرته وسپاري.

د فراه والي مخکې ویلي و، وسله ‌وال طالبان په فراه کې زیات مالي او پوځي امکانات لري.

دا لومړی ځل دی چې دغه ډول پیښه رامنځ ته کیږي.

 

دا هم وګورئ

shawli

 شاه ولي کوټ کې د څلور قومندانانو په ګډون ۳۵ وسله وال وژل شوي

د کندهار سیمه ایزه امنیتي چارواکي وايي  د شاولي کوټ ولسوالۍ د هوايي عملياتو په …