کور پاڼه / راپورونه / لغمان: ترافیکي پېښه کې یو تن شهید او ۹ تنه نور زخمیان شول
acced

لغمان: ترافیکي پېښه کې یو تن شهید او ۹ تنه نور زخمیان شول

  نن مازیګر ناوحته شپږ بجې د کابل جلال اباد پر لویه لاره د ورېښمین تنګي د استحکام پله ته څېرمه یو ټیلر او یو مارسیډیز موټر سره جنګېدلي چې له امله یې د مارسیډیز ډریور رحمت الله د ابراهیم زوی چې اصلا د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی دی په دغه پېښه کې په شهادت رسېدلی او نهه تنه زخمیان شوي دي.

د زخمیانو له جملې څلور تنه یې سروبي او پاتې پینځه تنه نور یې ننګرهار ته انتقال شوي دي.

د ټیلر موټر ډریور له سیمې فرار کړی او موټرې دواړه په سیمه کې دي.

د محل پولیس او ترافیک هم د پېښې د څېړلو په موخه سیمې ته رسېدلي دي

دا هم وګورئ

embassy

نوماند سفیر: پاکستان د افغانستان د ستونزو سبب بولي

  جان بس، چې ټاکل شوې ده د ولسمشر ټرمپ له لوري په افغانستان کې د …