کور پاڼه / راپورونه / نورستان : د برګېمټال په جګړه کې ۳۳ وسله وال ووژل شول
bargmatal

نورستان : د برګېمټال په جګړه کې ۳۳ وسله وال ووژل شول

د نورستان د برګیمټال ولسوالۍ په مرکز د دوشنبې د سهار څلور نیمې بجې وسله والو طالبانو برید پیل کړی چې د مازیګر تر ناوخته يې دوام درلوده او د ولسي خلکو په ګډون، د جګړې دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان امنيه قوماندان جنرال محي الدین سرورې نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې د افغان هوايي ځواک د بمبارۍ په وجه، جګړه سړه شوې او پکې ګڼو برید کوونکو ته ځاني زیانونه اوښتې دي.

ښاغلي سروري وویل:

“موږ ته له سیمې د ۳۳ وسله والو د وژل کېدو راپور راکړل شوی چې یو شمېر يې اوس هم د جګړې په میدان کې پراته او څه يې ترې د بدموک کلي ته انتقال کړي، شاید د ټپیانو شمېر يې ډېر زیات وي.”

هغه د ولسي خلکو او افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه وویل:

“دوه تنه د اردو سرتېري او یو ماشوم وژل شوي، یو د اردو او دوه سرحدي سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان دي.”

خو له سیمې په را رسېدلو راپورونو کې ویل شوي چې د ولسي وګړو او افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۱۰ تنو ته رسېږي .

په یاده جګړه کې افغان هوايي ځواکونو هم برخه درلوده او په وسله والو مخالفینو يې بمباري هم کړې ده.

دا هم وګورئ

nekul

طالبان درې انتخابه لري: تېښته ،سوله او یا وژل کیدل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی …