کور پاڼه / لوبي / شپږیزه- نن دوه لوبې وشوې
six2

شپږیزه- نن دوه لوبې وشوې

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په دویمه ورځ هم دوې لوبې وشوې چې سپین غر زمریانو له بست ساتونکو او مس عینک اتلانو له بند امیر ښامارانو څخه وګټلې.

په دویمې لوبې کې سپین غر زمریانو د بست ساتونکو ته ۱۹۳ منډې وکړې. د سپین غر زمریانو په لوبډلې کې عثمان غني په ۵۲ توپونو ۷۴ او نور علي ځدراڼ په ۳۰ توپونو۵۰ منډې وکړې. همدوې خپلې لوبډلې ته ښه پیل وکړ.

خو د بست ساتوونکو په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۸۰ منډې وکړې، اته لوبغاړي یې وسوځېدل او په ۱۳ منډو یې دا لوبه وبایلله.

د بست ساتونکو په لوبډلې کې ډېر لوبغاړي ګلبدین نایب وسوځول، نوروز منګل تر ټولو زیاتې منډې یعني۴۱ او ګلبدین نایب ۲۷ منډې وکړې. خو د لوبې غوره لوبغاړی عثمان غني شو.

په اولې لوبې کې د محمد نبي په مشرۍ، د مس عینک اتلانو، د راشد خان په مشرۍ، د بند امیرښامارانو ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ، خو هغوی په ۱۹ اورونو کې ۱۳۳ منډې وکړې او لوبه یې په شپږو منډو وبایلله.

د مس عینک په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې د زمبابوې دوو لوبغاړو وکړې. سېندا ۵۹ او بېرل ۳۸ رنزونه وکړل.

د بند امیر ښامارانو په لوبډلې کې بیا حضرت الله ځاځي ۳۵ او رحمت شاه ۳۶ منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی سکندر رضا شو چې په څلورو اورونو کې یې د بند امیر ښامارانو درې لوبغاړي وسوځول او یوازې نهه منډې یې ورکړې.

راشد خان درې او محمد نبي یو لوبغاړی وسوزل.

سبا چهارشنبه بیا هم دوه لوبې دي، د امو نهنګانو لوبډله به د کابل له بازانو او د بست ساتونکي به د مس عینک له اتلانو سره لوبې لري.

ر

دا هم وګورئ

nabe

د بنګلدېش لوبو لپآره  محمد نبي دکپتان نومول شوی

 افغان کرکټ بورد دیوه خبرله مخې چې د بنګلدېش په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړی …