کور پاڼه / راپورونه / هند موافقه کړې چې افغانستان سره به پوځي برخه کې مرسته کوي
indean and afghanistan

هند موافقه کړې چې افغانستان سره به پوځي برخه کې مرسته کوي

تیره ورځ د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج له خپل افغان لوري صلاح الدین رباني سره په کتنه کې وویل، چې هند به له افغانستان سره نورې پوځي مرستې وکړي.
هغې منلې ده، چې له افغانستان سره اړیکې د هند لپاره د وفا او باور پر اساس دي.
دغه دواړه هېوادونه به د پولو د پورې خوا د ترورېزم، خوندي پناهځایونو او پټنځایونو له کبله د چیلنجونو په وړاندې د بري لپاره متحد پاتې شي.
د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت شورا له غونډې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، افغانستان او هند موافقه کړې چې په خپل منځ کې امنیتي همکارۍ زیاتې کړي.
ښاغلي رباني وویل؛ هند منلې چې د افغانستان له ملي دفاعي ځواکونو سره به نوره مرسته وکړي.
هند دا موافقه وروسته له دې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال له هنده وغوښتل چې په افغانستان کې خپل رول زیات کړي.

 

دا هم وګورئ

nekul

طالبان درې انتخابه لري: تېښته ،سوله او یا وژل کیدل

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن باور څرګند کړی …