کور پاڼه / خبرونه / چارواکي: د برګيمټال په جګړه کې ۷۵ وسلوال مخالفین مړه او ټپيان شوي دي
bargmatal

چارواکي: د برګيمټال په جګړه کې ۷۵ وسلوال مخالفین مړه او ټپيان شوي دي

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې په برګيمټال کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تېر ماښام پای ته رسېدلې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن رسنیو  ته ویل چې په دغه جګړه کې پنځوس مخالفین وژل شوي او ۲۵ نور تپیان دي.

خو وسله والو طالبانو او کومې خپلواکې سرچینې تر اوسه دا مرګ ژوبله نه ده تائید کړې.

د نورستان والي په وینا، په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کمه ده.

د نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې دغه جګړه د دوشنبې په سهار څلور بجې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ هغه پیل شوې وه.

 

دا هم وګورئ

moda

لغمان کې دمدقق په نوم شخصي روغتون په فعالیت پيل وکړ

نن د لغمان په مرکز مهترلام سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د مدقق په نوم …