کور پاڼه / لیکنې / د روانې جګړې ابعاد او سوله
afghanistan-2

د روانې جګړې ابعاد او سوله

 لیکنه: مروت درد
که لږ دقیق شو، د افغانستان جګړه نه اوسنۍ ده او نه ډېره پخوانۍ، له ظاهرشاه نه راوروسته پدې وطن کې د واک د انحصار لپاره ډېرو خپلمنځي ډغرې سره ووهلې او ددوی بدمستیو جوړ وطن له خاورو سره خاورې کړ، د اویایمو کالونو جګړه دافغانستان په تاریخ کې تر نورو ځکه خونړۍ جګړه راته ښکاري ځکه چې نه ددین د ساتنې په خاطر وه، نه د وطن. نه د وطن د خلکو د هوساینې او پرمختګ لپاره وه او نه هم د خارجي یرغلګرو نه د خاورې د بېرته ګټلو په پار، بس د قدرت او واک له شدیدې تندې جګړه زېږدلې وه او جمعیت اسلامي له حزب اسلامي سره د جنګ د ټولو اصولو له ماتولو وروسته پرمختللی کابل په سپېره کنډواله بدل کړ.
له موقتې دورې پنځلس کاله وروسته چې موږ اوس نسبتاً ښه یون کړی او د پرمختګ لومړي پړاوونه مو وهلي، دا پرمختګ د ګاونډیو استغباراتي جګړې وخت په وخت له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.
تر ټولو مهمه داده چې موږ لومړی د افغانستان جګړه تعریف کړو، جګړه د چا ده؟ چاسره ده؟ د څه لپاره ده او تر کله ده؟ دا ټولې پوښتنې په نسبتي ډول هر شعور لرونکی انسان حلولای شي خو زه له خپله انده دې پوښتنو ته دا ځوابونه لرم:
که د سیمو د هېوادونو په کچه فکر وکړو، اوسنۍ جګړه اقتصادي ده او هیڅ راز دیني جنبه نه لري، ځکه که لږ ساده فکر هم وکړو دې نتیجې ته رسېدلای شو چې په خپله شخصي وسله یوه ورځ څه چې یو ساعت جګړه هم ناممکنه ده، که ته په شخصي امکاناتو د نړۍ د یو معتبر ایتلاف په وړاندې په جګړې لاس پورې، بیا خو تاته ډېره وسله، ډېرې پیسې، امکانات او ځانګړی مېشن پکار دی چې ته لږ تر لږه یوکال د نړۍ ددې قوي ایتلاف په مقابل کې پرې وجنګېږې، تالیبان او نورې جنګي ډلې له لسو کالو زیات په جګړه کې ښکېل شوې، د تالیبانو دا اوږدې جګړه ښکاره ددې ثبوت دی چې تالبان د سیمې د هېوادونو کلک ملاتړ له ځانه سره لري او هغوی یې مستقیماً روزي، رهبري کوي یې او د افغانستان جګړې ته یې را استوي.
اوس چې مو د تالب تر شاه د نورو لاسونه او ملاتړ ولید، راځئ پدې ځان پوه کړو، چې دوی د کومو اهدافو لپاره جګړه کوي؟
په سیمه کې زموږ دوه ګاونډیان پاکستان او ایران هڅه کوي، خپلو سیمه ییزو ګټو ته دلته د دایمي فرصت برابر کړي، د هغوی ګټې څه دي؟ ډېره ساده ده، پاکستان ته زموږ د کابل، لغمان او کونړ سیندونو اوبه ور روانې دي، په دې اوبو د هاغوی د برېښنا فابریکې او صنعتي کارخانې چلېږي او پدې ترتیب هغوی د اقتصاد نړیوال بازار ته توکي تولیدوي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادرېږي، که موږ پر پاکستان اوبه بندوو؛ پاکستان په رڼا ورځ د ذلت کندې ته ور ټېل وهو، ددې لپاره چې موږ د خپلو اوبو مهارولو ته وزګار نه شو، پاکستان د یوې نیابتي جګړې په مټ موږ په خپل کور کې نارامه کړي یو او ژوند کولو ته یې نه یو پرېښي.
بل د پاکستان د ټولو ضنعتي فابریکو اخیستونکی بازار موږ یو، که موږ خپلې اوبه مهاروو او د برېښنا بندونه پرې تړو؛ مانا خپلې صنعتي فابریکې جوړوو او دلته دتولید ساختار رامینځته کوو او چې کله مو خپل تولید رامینځته کړ؛ له پاکستاني توکو یو پر دوه ارزانه او په ښه کوالټۍ د ژوند اوزار پیرلی شو، چې دا پرمختګ هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی او نه هغه شریر ګاونډي زموږ دا ورځ لیدلای شي.
له ګاونډي پاکستان سره زموږ بله ربړه د ډیورنډ فرضي پوله ده، پاکستان پدې پوهېږي چې که په افغانستان کې نا اعلان شوې جګړه ودروي، د دولت مشران به یې سمالاسي د ډیورنډ د مسلې حل وغواړي او د خپلې خاورې د ارضي تمامیت او سرحدي پولو د غزولو او پکې د امنیت او ثبات ټینګولو په موخه به جدي اقدامات وکړي، ځکه دوی نه غواړي، د اوسني پاکستان یوه لویه صوبه (خیبر پښتونخوا) له لاسه ورکړي.
له ایران سره هم عینې معضله ده، د هلمند د هریرود سیند امانت، سلامت ایران ته ورتویېږي او هغوی پرې ژوند کوي، که موږ د پراخه هلمند، فراه، هرات او مزار دښتې په هریرود خړوبوو؛ ایران مجبور دی چې زموږ د بې احسانه اوبو په سر له موږ سره لانجه وکړي او په کور دننه راته داخلي جنجالونه جوړ کړي.که تاسې اورېدلي وي، حسن روحاني خو په واضحه الفاظو ووی چې موږ به د افغانستان د اوبو په اړه بې تفاوته پاتې نه شو، که سړی د حسن روحاني همدا خبره تحلیل کړي، دې نتیجې ته رسېږو چې په کور دننه تالب، داعش و امثالهم ټول ددوی فکري او روزل شوي ملګري دي چې د دوی د ګټو لپاره دلته ناروا جګړه پرمخ وړي او بې ګناه افغانان شهیدانوي.
اوس سوله له چا سره وکړو؟ تالب، داعش که پاکستان او ایران سره؟
که تالب او داعش او نورې تروریستي ډلې په رښتینې مانا افغان وای، هغوی باید پُل نه وای الوځولای، د مکتب دروازې یې یې باید نه وای تړلې، د افغانستان له خلکو نه د جوړې اُردو په وړاندې یې باید جنګ نه وای اعلان کړی او ددوی مرګ یې باید نه وای روا کړی.
اوس چې دوی پوهنتونونه په نښه کوي، د اوبو بندونو ته باروت ږدي او له ډیورنډ ها غاړه بسته کړي جنګي روبوټان راځي، مانا دا چې دوی سره سوله شونې نه ده، ځکه دوی لومړی افغانان نه دي، بیا خپلواک نه دي او بیا ددې وطن په هیڅ دیني او ملي ارزښت باور نه لري.
سوله مستقاً لکه ولسمشر غني چې ووې، له پاکستان او بیا ایران سره پکار ده او دوی دواړه باید په دې وپوهول شي چې که سل کاله نوره هم دغه نا اعلان شوې جګړه پر مخ یوسي؛ لکه ناکام چې دي، همداسې به ناکام وي او د ګټلو هیڅ چانس به ونه مومي.
افغانان به راتلونکي څو لسیزې هم ددې پېچلې جګړې قربانیان وي خو دې سترو اهدافو ته چې دلته به موږ د یو ښېرازه افغانستان کوربانه یو او په خپل کور کې به په خپلو تولیداتو مړې ګېډې ژوند کوو؛ خامخا ور رسېږي.
بل پلو که پاکستان د ترورېستانو پټنځایونه له مینځه یونسي او دلته یې د جګړې د خاشاکو په څېر د رالېږونکو روبوټانو دا لړۍ چټکه وساتي؛ هیڅ لېرې نه ده چې ددې اور لمبې، لکه چې ور رسېدلي دي، سمې به ور ورسي او د پخپله به ددغه اور خوراک شي.
په همدې هیله

 

دا هم وګورئ

Afghanista

ازموينه او چټکه مطالعه ليکنه

 دا چې یو ځل بيا کلنۍ ازموينې رانژدې دي زه يو شمير زده کوونکي او …