کور پاڼه / راپورونه / نوماند سفیر: پاکستان د افغانستان د ستونزو سبب بولي
embassy

نوماند سفیر: پاکستان د افغانستان د ستونزو سبب بولي

  جان بس، چې ټاکل شوې ده د ولسمشر ټرمپ له لوري په افغانستان کې د امریکا سفیر شي، باور لري چې پاکستان د افغانستان د جګړې د دوام سبب دی.

د اوټلوک ورځپاڼې د راپور پر اساس، جان بس وايي چې که د امریکا د مشرانو جرګې له لوري په افغانستان کې د متحدو ایالتونو د سفیر په توګه تایید شو، هغه وضعیت به بدل کړي چې پاکستان د افغانستان لپاره رامنځته کړی دی.

د امریکا ولسمشر او نورو چارواکو ویلي چې پاکستان افغان طالبانو ته پناهځایوه ورکړي او د پاکستان د ملاتړ له کبله طالبانو جګړې ته دوام ورکړی دی.

پاکستان دا اداعا رد کړې ده.

خو ښاغلی جان بس وايي چې د پاکستان له مرستې او همکارۍ پرته نه طالبان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکولی شي او نه امریکا په افغانستان کې بریالۍ کېدای شي.

ده زیاته کړه، اسلام اباد د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته په پناه ورکولو او د هغوی په ملاتړ په افغانستان کې سترې ستونزې زېږولې دي.

جان بس چې دا څرګندونې د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته کولې، همداراز وویل«که سناتورانو زما ماموریت تایید کړ زه به دا وضعیت بدل کړم.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل«هڅه به وکړم چې د پاکستان د دولت (پوځ او حکومت) نظر بدل کړم. زه پوهېږم چې د دې ستونزې لپاره باید څه وکړم.»

ده په عین حال کې وویل چې پاکستان د افغانستان په چارو کې کلیدي رول لري او دې هیواد افغان طالبانو ته د پناهځایونو په ورکولو افغانستان ته سترې ستونزې پیدا کړي دي.

ښاغلي جان بس د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې وویل«که د پاکستان او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو مرسته او همکاري نه وي امریکا به په افغانستان کې بریالۍ نه شي.»

ده تاکید وکړ چې که افغانستان د تروریستانو پناهځای وي، د هیچا په ګټه نه دی.

خو له دې سره سره تراوسه عملاً داسې ښکاري چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه د افغانستان په ورانۍ او د جګړې په دوام کې خیر ویني.

 

دا هم وګورئ

pak (2)

لغمان والي دپکتیابرید په سختو ټکو وغندلو

 پکتیاکې شوی  تروریستي برید وحشي او اسلامیت ضد عمل دی په ډیرې خواشېنۍ سره مو …