کور پاڼه / راپورونه / خوست: چاودنې ۱۸ تنو ته  مرګ ژوبله واړوله
khost

خوست: چاودنې ۱۸ تنو ته  مرګ ژوبله واړوله

نن غرمه ۱۲ بجې د خوست ښار حمام مارکيټ کې چاودنه شوې چې له کبله يې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي رسنیو ته وویل  چې د پېښې ټپیان د ښار خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي او د جدي مراقبت لاندې دي.

ګل محمدالدین محمدي وايي چې د پېښې له ځایه درې مړي د بادشاه زار روغتون او یو مړی هم د بابریګل کمکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

ده وویل، د پيښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

بل خوا د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې پېښه د حمام مارکيټ په زیر زمینۍ کې د ځای پر ځای شوېو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

 

دا هم وګورئ

IMG_5709

کندوز والي:هیڅوک حق نه لري چې له روابطو او موقف څخه سوء استفاده  او قانون مات کړي

 کندوز والي نن د جمعې په مبارکه شپه د استناف محکمې  دغونډو په تالار کې …