کور پاڼه / ځانګړي مطالب / د کابل پوهنتون احاطه کې لګیدلي انځورونه لیري شول
warlords

د کابل پوهنتون احاطه کې لګیدلي انځورونه لیري شول

د کابل پوهنتون له انګړ څخه د حبیب الله «بچه سقاو» او د برهان الدین رباني د شروفساد د دورو د مشرانو عکسونه لیرې کړای شول.

تاند ته راغلي معلومات ښیي چې د کابل پوهنتون په سیمه کې د جمعیت اسلامي د وژل شوي مشر برهان الدین رباني،‌ د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود، او د وحدت ګوند د وژل شوي مشرعبدالعلي مزاري او د هغوی د پلوي وژونکو مشرانو عکسونه لګول شوي ول.

همدارنګه،‌ په دې په لړ کې د کابل پوهنتون په انګړ کې د حبیب الله «بچه سقاو»عکسونه هم لګول شوي ول.‌

تاریخي اسناد ښیي چې په ۱۹۲۹ کال کې د امان الله خان د پرمختیایي نظام پر وړاندې د حبیب الله بچه سقاو او د هغه د داړې له پاڅون او د اماني نظام له راپرځولو څخه وروسته بچه سقاو په کابل ښار کې موجود ښوونځي بند کړل.

همدارنګه ویل کیږي، چې د ۱۹۹۰مو کالونو د کورنیو جګړو پر وخت، په کابل کې د یادو مشرانو د واکمنۍ پر وخت  کابل پوهنتون په مړستون بدل شوی وو او په سلګونو خلک په کې وژل شوي ول.

یو شمېر اسناد ښیي چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان مسعود ملېشو د کابل ښار له ستراتیژیکو نقطو نه د افشارو، ده بوري، کابل پوهنتون، کارته سه او کارته سخي سیمې په توپونو ویشتلې او هم یې پرې بمونه ورول چې په دغو سیمو کې یې زرګونه انسانان ووژل.‌

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د دغو جنګي مشرانو د عکسونو په لګولو سخت احتجاج وکړ.

شرافت میاخېل لیکلي، «اوس دا کابل پوهنتون شو که باغ وحش؟‌ لعنت لعنت لعنت.»

د ټولنیزو رسنیو یوه بل فعال محمد انور اندړ په تمسخر لیکلي،‌ «وايي، د ستر آمیر (!) حبيب الله کلکاني (د سقاو زوی) په تصوير د کابل پوهنتون چاپيريال ښايسته شو! ولسمشره! دا د اکاډميکو مرکزونو توهين دی، له کاذبو تيارو مه وېرېږه سم امر وکړه چې له ټولو اکاډميکو مرکزونو د جنګسالارانو او علم دښمنو عکسونه ټول شي.»

دا لا معلومه نه ده چې د کابل پوهنتون په علمي او اکاډمیک محیط کې دغه عکسونه چا لګولي ول خو په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو افغانانو په دې غوښتنه چې «د لومړۍ او دویمې سقاوۍ د ورانکارو او علم دښمنه مشرانو عکسونه دې له اکاډمیک چاپېریال نه لیرې کړای شي،» نن یاد عکسونه ټول کړای شول.

 

دا هم وګورئ

said

اریاناسعید یو  خیریه بنسټ جوړوي

اریانا سعید په افغان ستوري سیالۍ کې د نه ګډون له پریکړې وروسته اعلان کړی …