کور پاڼه / راپورونه / ننګرهار: وسلوالوته په هوايي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
india

ننګرهار: وسلوالوته په هوايي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

افغان چارواکي وايي چي دننګرهار په اچین کې ولسوالۍ کې د داعش په پټنځایونو هوايي بریدونه شوي چي ستره مرګ ژوبله یې اړولې ده.

دکورنیوچارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي   چې پرون شپه افغان امنیتي ځواکونو په دغه هوایي برید کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله واله ډله په نښه کړې  چي په کې نه تنه وژل شوي اوګڼې وسلې اومهمات یې تخریب شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې په بغلان کې د پولیسو او وسله‎وسلوالو طلبانو ترمنځ په نښتو کې ۱۷ طالبانو ته د مرګ ژوبله خبره کوي.

ځايي چارواکي وايي چي په ورته وخت کې ۶وسله وال طالبان هم وژل شوي او یوولس نوریې ټپیان شوي دي.

په دې اړه لاتراوه دواړو وسله والوډلو څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وسله‎والو مخالفینو غوښتل چې د سرخ کوتل په سیمه کې د چشمه شیر د لوې لارې امنیت ګډوډ کړي چې افغان ځواکونو یې په وړاندې تصفیوي عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

دا هم وګورئ

khogani

ننګرهار: خوګیاڼو کې ۲۳ داعشیانو ته مرګژوبله اوښتې

 (د ننګرهار  امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې  په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پيل شوې علمیات …