کور پاڼه / خبرونه / په جرمني کې ۲ افغانانو پر یوې نجلۍ جنسي تېری وکړ
Germany

په جرمني کې ۲ افغانانو پر یوې نجلۍ جنسي تېری وکړ

په جرمني کې افغان پناه غوښتونکو پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړ.

د جرمني رسنۍ وايي، دوو افغان پناه غوښتونکو پر نجلۍ جنسي تجاوز وکړ خو درېم د یوه لاروي له لوري پرې نښودل شو.

د جرمني د میرکو مجلې د راپور له مخې، نجلۍ له یو شمېر نورو خلکو سره د برني بایرن د (Höhenkirchen-Siegertsbrunn) د ښاروالۍ د کډوالو د کمپ مخته وه، وروسته د رېلګادي د تمځي لور ته روانه شوه، نور کسان ورسره نه لاړل یوازې ۳ افغان پناه غوښتونکي هغې خوا ته لاړل.

میرکور ورځپاڼه وايي، دوو افغانانو، چې عمرونه یې ۲۷ او ۱۷ کلونه ول، د یوې خالي ودانۍ مخته پر نجلۍ تېری وکړ.

د راپور پر اساس، درېم افغان هم، چې عمر یې ۱۸ کاله ښودل شوی، هڅه وکړه چې پر نجلۍ جنسي تېری وکړي خو یوه لاروي یې مخه ونیوله.

په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې د پناه غوښتونکو په کمپ کې، چې د پېښې له ځایه ۱۵۰ متره لېرې دی، دوو پولیسو ته چا ټېلفون وکړ او هغوی د پېښې ځای ته ورساوه او درېم ونه توانېده چې جنسي تېری وکړي.

ویل شوي چې دغه کس، چې پولیسو ته یې ټېلفون کړی، د نجلۍ چیغې اورېدلي وې.

۲۷ کلن او ۱۷ کلن په توقیف کې دي خو درېم تن وروسته له دې خوشي کړای شو چې قاضي مجرم ونه پېژانده.

دا هم وګورئ

amnea

امنیتي ځواکونه دې پر وخت بریدونه او هدفمند عملیاتونه ترسره کړي

لغمان والي اونیزه نوبتي امنیتي غونډه کې وویل ((د امنیت تامین زمونږ لومړی هدف او …