کور پاڼه / ځانګړي مطالب / طالبان په رښتیا سره ظالمان او شیطانان دی
taliban

طالبان په رښتیا سره ظالمان او شیطانان دی

 د طالبانو له  منګولو راخلاص شوی کاناډایي وګړي جاشوا بویل کاناډا تر رسیدو  وروسته د رسنیو سره خبرو کې ویلی  ((طالبان وحشیان او شیطانان دی، موږ ښځه اوخاوند د افغانانو دمرستې لپاره دغه هېواد ته ورغلي ؤ،هغو سیمو ته به تلو چیري چې دولتي حاکمیت نه ؤ ،ترڅو دخلکو سره مرسته وکړو، موږ د همدې همکاریو پرمهال وسلوالو طالبانو ونیولو ،وروسته يې د پولې بلې غاړې ته انتقال کړو، ما طالبانو  او د حقاني شبکې غړو ته وویل چې زما میرمن پریږدي، هغوی زه  ووهلم او زما کوچني لور يې راته ووژله او وروسته څو کسان زما پر میرمن جنسی تیر وکړ.))

ازادي سرچینې دعوې کوي چې دغه دواړه ښځه اؤ خاوند دحقاني ډلې دطالبانو ولقه کې وؤ خو د پاکستان پوځ دا نه وايي چې دا کورنۍ د حقاني ډلې لخوا برمته شوې وه.

په خپل رسمي بیان کې پاکستان ویلي کورنۍ يې د ترهګرو له منګلو خوشې کړې.

پاکستاني چارو اکو ویلي د امریکا استخباراتي معلوماتو وروستو يې دغه کسان د پاکستان قبایلي سیمې کرمه ایجنسې کې خلاص کړي دي.

خو ځینې باوري امنیتي چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال ته ویلي دغه ښځه خاوند، او د دوي بچي د خیبر پښتونخوا کوهاټ ښار نه ۱۵ کلومیټره سویل غربي اړخ ته پروت نوي کلي کې د شوروپه شپه د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو په وخت ازاد کړل شوي.

د پاکستان په رسمي دریځ کې یو بل توپیر دادی چې دا برمته شوي کسان یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې راخوشې کړیدي، خو سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادې کورنۍ د خوشې کیدو په برخه کې د کومو پوځي عملیاتو یادونه نه ده کړې خو د پاکستان نه يې مننه کړې ده.

دا هم وګورئ

kat

کرينه کپور خو به د (هندي سينما) د پرېښودلو پرېکړه نه وي کړي؟

د هندي فلمونو نوموتې ممثلې کرينه کپور خان د هندي فلمونو نه د اوږدې دمې …