کور پاڼه / لوبي / د کرېکټ د نړۍ په زړه پورې معلومات
lobe

د کرېکټ د نړۍ په زړه پورې معلومات

د کرېکټ په تاریخ کې کریس ګیل یواځنی لوبغاړی دی چې په ټېسټ لوبو کې یې په لومړي بال شپږیزه وهلې.

  1. اباس علي لومړنی هندي لوبغاړی و چې د یوې لوبې په جریان کې د یوې نجلۍ له لورې په مخ ښکل شو.
  2. یواځنی کرېکټ لوبغاړی چې هم یې د هند او هم یې د انګلستان لپاره ټېسټ لوبه کړې د سیف علي خان نیکه افتخار علي خان و.
  3. شاهد افریدي چې په کومه لوبه کې تېزترینه سلیزه وهلي وه، د سچن ټنډولکر په بېټ یې وهلې وه.
  4. هندوستان د کرېټ په تاریخ کې یواځنی هېواد دي چې ۶۰،۵۰ او شل اورېزو لوبو نړېوال جامونه یې ګټلي دي.
  5. الک سټیوارټ په 8.4.63 کې زېږېدلی و ، او ټېسټ لوبو کې یې 8463 منډې هم کړې وې.
  6. اصف کریم یوازینی کینیایي لوبغاړی و چې هم یې په نړېوال کرېکټ او هم یې په نړېوال ټېنس کې لوبه کوله.
  7. وېلفریډ راډوس د انګلستان په لوبډله کې هغه لوبغاړی و چې تر ۵۲ کلنۍ پورې یې ټېست لوبې ترسره کړې.
  8. الن باردر په ۱۵۳ مسلسلو ټېسټ لوبو کې لوبېدلای دی.
  9. اسټرلیا پخپله لومړۍ او ۱۰۰ مه لوبه کې انکلستان ته په ۴۵/۴۵ منډو ماتې ورکړې وه.
  10. په ۲۰۰۰ م کال کې د انګلستان او وېسټ انډېز لوبډلو ترمنځ ټوله ټېسټ لوبه په یوه ورځ ترسره شوه، یانې د لوبې څلور واړه پاڼۍ په یوه ورځ ترسره شوې.
  11. په ۱۱/۱۱/۱۱ م نېټه سويلې افریقا لوبډلې ته د  ۱۱:۱۱  په رن رېټ د ۱۱۱ مڼدو ضرورت وو چې لوبه وګتي.
  12. د کرېکت په تاریخ کې پېټر سېډل یواځنی لوبغاړی دي چې د خپلې زوکړې په ورځ یې په لوبه کې هټرېک ترسره کړ.
  13. لیسلي هېلټن د کرېکت په نړې کې یواځنی لوبغاړی و چې د خپلې مېرمنې د قتل په جرم اعدام شو.
  14. دوو، روبېن سېنګ په نامه لوبغاړو د هندوستان ملي لوبدلې لپاره ټېسټ لوبې ترسه کړي خو دواړو ته بیا له لومړیو لوبو وروسته چانس ندې ورکړل شوی.

روح الامین نیازی

دا هم وګورئ

nabe

د بنګلدېش لوبو لپآره  محمد نبي دکپتان نومول شوی

 افغان کرکټ بورد دیوه خبرله مخې چې د بنګلدېش په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړی …