کور پاڼه / لیکنې / عبدالجبارنعیمي دېکتاتور نه بلکې د ولس خادم ؤ
IMG_5253

عبدالجبارنعیمي دېکتاتور نه بلکې د ولس خادم ؤ

دخوست پخوانی او د لغمان اوسنی والي ښاغلی عبدالجبار نعیمي یو له هغو مشهورو،پياوړو،مدبرو،نظام،ولس او خپلې شهیدپرورې خاورې ته ژمن شخصیت دی چې تل یې د خپلې دندې او ورسپارل شوي مسوولیت پرمهال د افغانستان دنافذا قوانینو،ملي او ولسي ګټو،اسلامي او ملي ارزښتونو ،د خپل هېواد او هېوادوالو د سر او مال د عزت او خوندیتوب لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي او په هر ولایت کې د نوموړي هڅو رنګ راوړی دی.

له بده مرغه په ګران هېواد افغانستان کې تېرو بدمرغه لسیزو،کورني او بهرني تپل شوي جنګ او په اوس وخت کې له سلو ډېرو سیاسي حزبونو موجودیت د ګوندونو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ د زغم کلتور له منځه وړی او د هغوی ترمنځ په رقابتي چارو او خدمت کې د یو او بل سپکاوي او تخریب ځای نیولی دی چې زه د یوه افغان په توګه دا کار نه یوازې غندم، بلکې د نظام او ولس په خیر یې هم نه بولم.

ښاغلی عبدالجبارنعیمي څه دپاسه پنځه کاله په خوست کې د والي په توګه کار کړی دی .که موږ یا هرڅوک د نوموړي له ښه مدیریت،خدمت،پاک نیت او د خوست د ابادۍ او رغونې په لاره کې په ترسره شویو بې درېغه هلو ځلو سترګې پټوو، دا به مو نه یوازې د نوموړي په حق کې لوی ظلم او جفا کړي وي، بلکې د همدې نامناسب عمل په اساس به دالله رب العزت په وړاندې هم مسوول وو.ځکه موږ دخوست هغه حالت چې د محترم نعیمي صاحب څخه مخکې موجود ؤ، په خپلو سترګو لیدلی چې ډېری خلک ورڅخه په کډه کولو مجبوره وو.

د زاړه کټ په څېر د هغه وخت شلېدلي حکومتداري،دوامداره چاودنې او د قومونو ترمنځ ګوته په ماشه حالت رامنځته شوی وو، چې له دې امله په دولتي بنسټونو باندې  ولسي باور به بشپړ ډول له منځه تللی وو.

له مبالغې پرته چې ډېری ادارې چې هغه وخت یې تعمیرونه ، نه درلودل، په داسې شکل سره به په کرایي کورونو کې اوسېدل چې د ډار او وېرې له امله به دوی نشول کولای چې د یاد ریاست په نوم لوحې نصب او ملي بیرغونه راوځړوي.همدا وجه وه چې خپله دخوست اکثریت خلکو ته به دا معلومات نه کېدل چې فلانی ریاست په کوم ځای کې دی، ایا شتون لري او که خوست بیخي له دغه ریاست څخه محروم دی.

همدا عبدالجبارنعیمي وو چې په خپل راتګ سره یې هڅې پیل کړې چې بالاخره په لومړي قدم کې دا جرت پيدا شو چې رییسان د مېډيا مخې ته راووتل او هره اداره چې په هرځای کې وه، تر مخ یې لوحې ځوړند او ملي بیرغونه پرې ورپېدل.

زما ښه یادیږي چې عبدالولي واحدزی چې اوس دخوست د ولایتي شورا وکیل دی، د نعیمي له راتګه وړاندې د پخواني والي شهید ارسلاجمال سره د ویاند په توګه دنده درلوده.نوموړي د دندې په ټوله موده کې د ناامنه حالت او وېرې له امله د هېڅ ټلوېزیون سره مرکه ونه کړه بلکې ده د ملي او نړیوالو راډيوګانو سره د خیبر پښتون په مستعار نوم مرکې کولې.

له دې حالته تاسو ته معلومیږي چې خوست تر څومره بریده ناامنه وو.خو د ښاغلي نعیمي د واکمنۍ په موده کې کم وخت وروسته د وېرې چوپتیا ماته او هرڅوک په ورین تندي سره د رسنیو په مخ کې راڅرګند او خلکو ته د معلومات لاس رسی اسانه شو.

اوس چې ښاغلی عبدالجبارنعیمي په خوست کې شتون نلري او د لغمان ولایت ولس ته خدمات وړاندې کوي،یو شمېر خودغرضه او ناکامې څېرې ځينې وخت داسې تبلیغ کوي چې ګویا د نعیمي د واکمنۍ پرمهال ولسونه او مامورین ځکه ارامه ول چې نوموړي له دېکتاتورۍ کار اخېست او خلک ورڅخه ډارېدل. زما په اند د یوه خدمتګار او بریالي والي له تګ وروسته داسې تبلیغات هېچا ته مناسب نه دي ځکه په یو چا ناحقه تور پورې کول د هماغه انسان پرستېژ ته دروند زیان رسوي.بله دا چې د نعیمي ښه مدیریت او دخوست جوړونې هلې ځلې له چا پټې نه دي .که څو تنه ناکامې څېرې هر وخت او هرځای کې د نوموړي خلاف منفي تبلیغات هم وکړي، څوک پرې باور ځکه نه کوي چې د هر انسان کړنې او خدمات په سترګو لیدل کیږي.

زه په ضمانت او پوره ډاډ سره اعتراف کوم چې نعیمي دېکتاتور نه بلکې هغه خدمتګار والي وو، چې دخلکو په زړونو یې حکومتداري کوله.هو کېدای شي ځینې خلک به وي چې د نوموړي پرمهال خفه شوي یامجازات شوي وي.خو مجازات او مکافات خو د ښې حکومتوالۍ یو پیاوړی اصل ، د قوانینو او زموږ د خلکو اساسي غوښتنه ده.

دا رښتیا ده، داسې ورځ راغلي چې په یوه ورځ د استناف څارنوالۍ دیارلس تنه څارنوالان د اداري فساد په تور د پوښتنو او ګروېږنو په مخه مجازات شوي چې دا اقدام د افغانستان په تاریخ کې بې ساری دی.خو اوس که  هغه دیارلس تنه څارنوالان خواشیني شوي وي، خو بل طرفه ته په مېلونونه افغانان له دې کاره هرکلی کوي.ځکه د افغانستان خلک د فساد او ځورونې څخه تر پوزې راغلي دي.

خو په مجموع کې دخوست خلک د ښاغلي نعیمي د هر اقدام ملاتړ کړی او اوس هم پدې باور او عقیده لري چې دخوست د ابادۍ ،فکري رغونې او ډاډمن امنیت اصلي خښته د نعیمي په لاسونو ایښودل شوي ده.

نوموړي خوست او د خوست خلکو ته دومره زیات خدمات وړاندې کړي دي چې له یادونې یې یوه یا څو لیکنې عاجزې دي،باید کتابونه پرې ولیکل شي . په پای کې له ټولو سیاسیونو او دولتي چارواکو هیله کوم چې د هر چا کړنو،فعالیتونو او خدمت ته د قدر په سترګه وګوري او هېڅ وخت چا ته ددې اجازه ورنه کړي چې په پخوانیو چارواکو پسې بې ځایه خبرې او تهمتونه ووایي.

چارواکي دې پدې عقیده ولري چې که کوم څوک ورته د بل پخواني چارواکي په اړه شکایت او تخریب کوي،داسې یوه ورځ به راځي چې د ده پرځای راتلونکي چارواکي ته به د ده شکایت هم کوي نو زما هیله دا ده چې داسې بد عادتونه او رواجونه چې مایوسۍ،فاصلې او بدبینۍ رامنځته کوي، باید پای ومومي .

زه دعا کوم چې نه یوازې د لغمان والي ښاغلی عبدالجبارنعیمي،بلکې ټول هغه افغان شخصیتونه چې په رښتیني او صادقانه توګه خدمت کوي، تل دې سرلوړي،بریمن او همداسې وطندوسته واوسي.

درنښت

هېواد خوستی

 

 

دا هم وګورئ

Muharam

نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سیوري لاندې د جهل او  ناپوهۍ په سین کې …